د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی ولسمشر وايي، د کړکېچ هواري ټول مسولیت یې پوره کړی


اوکراینی ولسمشر وېکټور یانوکووېچ وايي، چارواکو په هیواد کې د بحران هواري لپاره ټولې ذمه وارۍ تر سره کړې دي.


تېره ورځ د یانوکووېچ له دفتره په خپور شوي بیان کې نوموړي پر اپوزیشن تور پورې کړی دی چې د کړکېچ زیاتولو ته ادامه ورکوي. یانوکووېچ په بیان کې منلي دي چې چارواکو تېروتنې کړې دي.

هغه ژمنه کړې ده چې د خلکو اړتیاوو او ارمانونو لپاره به ((له زیات پوهاوي)) کار اخلي. دا بیان تر هغې وروسته راغلی دی چې مخالفو ډلو د واکمن ګوند له خوا له پارلېمانه د مشروطې بښنې یا عفوې منظور شوی قانون رد کړ. یانوکووېچ تر دې مخکې، په روانه اوونۍ کې، د حکومت استعفا ومنله او پارلېمان د مظاهرو ضد لانجمن قوانین لغوه (یا منسوخ) کړل. اپوزیشن او مظاهره کوونکو دا ګامونه رد کړي او نا کافي بللي دي.

تر دې مخکې تېره ورځ، د یانوکووېچ دفتر ویلي ول چې ولسمشر د ((تنفس نظام ناروغۍ او تبې)) له وجې د ناروغۍ رخصتي (یا چوټي) اخیستې ده. دا نه وه روښانه شوې چې ولسمشر به کار ته کله ستنېږي.
XS
SM
MD
LG