د لاسرسي ځای

تازه خبر

چیک هیګل له پولنډي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي


د امریکا دفاع وزیرچک هیګل پولنډ ته روان دی او هلته د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د امریکا دفاع وزیرچک هیګل پولنډ ته روان دی او هلته د افغانستان په اړه خبرې کوي.

ده وارسا ته تر رسیدو مخکې وویل چې له ولسمشرحامد کرزي سره په افغانستان کې دننه امریکایي پوځي او ملکي چارواکي په خبرو بوخت دي څو د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي تړون موافقې ته یوه لاره پیدا شي.

د امریکا دفاع وزیرچک هیګل د پنجشنبې په ورځ پولنډ ته د سفر پرمهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي دوه زړي توب د امنیتي تړون په برخه کې د واشنګټن له پلان سره په ټکر کې دی.

هیګل څرګنده کړه، چې واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د خپلو یو شمېر ځواکونو د پاتیدو لپاره پلان جوړ کړي او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پاتیدل هغه څه دي چې په خپله حامد کرزی له هغه سره موافق دی.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، چې دی د حامد کرزي د پریکړې درناوی کوي او امریکا د افغانستان پرولسمشر ډیر اغیز نه لري.

د امریکا دفاع وزیر په وارسا کې له پولنډي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي او د اسوشیتد پریس اژانس په وینا هیګل به پر یو شمېر نورو امنیتي مسایلو هم د پولنډ له چارواکو سره وغږیږي.

بل لورته نیویارک ټایمز ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د کابل او واشنګتن د امنیتي تړون په اړه په خپرې کړې لیکنې کې څرګنده کړې ده چې ولسمشر حامد کرزی داسې ښکارې چې دی فکر کوي که چیرته له متحد ایالتونو سره د ده اړیکي خرابې شي څه به له لاسه ورنه کړي او ده ویلې دي چې ترهغو به امنیتي تړون له امریکا سره لاسلیک نه کړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د افغان ولسمشر یوه غوښتنه دا ده چې امریکا باید د افغان دولت له مخالفانو سره د سولې خبرې عملا پیل کړي.

حامد کرزي د دې ترڅنګ په وروستیو کې د افغان ملکیانو پر وژنه پر امریکایي ځواکونو سخت انتقادونه کړې دي او د نیویارک ټایمز په باور په شخصي ډول یې د راپورونو له مخې ویلې دي چې داسې ښکارې چې امریکایان د ده د حکومت د کمزوري کولو هڅې کوي.

د دې ترڅنګ حامد کرزي د هغو لسګونو بندیانو د خوشې کیدو پریکړه کړې ده چې د بګرام په زندان کې امریکایانو زنداني کړې دي.

د نیویارک ټایمز په باوردغه ډول کارونه او څرګندونې ښایي د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره دې ته وهڅوي چې ډير ژر د هغو پیسو په اړه فکر وکړي چې له څه باندې یوې لسیزې یې حامد کرزي ته ورکوي او ښایي دغه مرسته بنده کړي لکه څرنګه چې کانګرس د روان میلادي کال لپاره له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې.

بلې خوا ته د امریکا دفاع وزیر نن وویل، چې په افغانستان کې امریکایي چارواکي د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ په ګډون پر ولسمشر کرزي فشار راوستی دی او له هغه سره یې خبرې روانې دي.

چک هیګل زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا نړېوال متحدان هم دې ته لیواله دي چې ژر تر ژره د ولسمشر کرزي پر پریکړه پوه شي څو د هغې له مخې خپل تصمیم ونیسي.

امریکا د اوس لپاره په افغانستان کې شاوخوا نهه دیرش زره عسکر لري او که چیرته د کابل او واشنګتن تر منځ امنیتي تړون لاسلیک نه شو دغه ټول پوځیان به د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه ووځي.
XS
SM
MD
LG