د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتنو له قربانیو انکار نه دی پکار"


ر سېنېټر افراسياب خټک وايي: "د پاکستان ریاستي ادارو او د دغو ادارو چلونکې او سیاستوالان، يوازې د پنجاب صوبه پاکستان ګڼي، نو ځکه د پښتنو قرباني په بشپړه توګه نه منل کېږي"

د پاکستان حکومت وايي چې د تيرې يوې لسيزي راهیسې د ترهګرۍ پر ضد د رواني جګړې له امله د دغه هيواد تر ۵۵ زرو نه زیات عام وګړي وژل شوي، په زرګونو نور ژوبل شوي او تر ۸۰ اربو ډالرو زیات مالي زیان دغه هیواد ته رسيدلی دی.


خو پوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ په دغه اوږده جګړه کې تر ټولو زیات زیان چا ته رسېدلی دی؟ له مشال راډيو سره په خبرو کې یو شمېر سیاسي شنونکو وویل، دا خبره خو هر چا ته څرګنده چې د ترهګرۍ روانې څپې تر ټولو زیاته بربادي پښتنو او د پښتنو سیمو ته اړولې ده. چې داسې ده نو بیا ولې د دغه هیواد ریاستي ادارې، سیاستوال او رسنۍ د پښتنو ذکر نه کوي، په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سېنېټر افراسياب خټک وايي:

"د پاکستان ریاستي ادارو او د دغو ادارو چلونکې او سیاستوالان، يوازې د پنجاب صوبه پاکستان ګڼي، نو ځکه د پښتنو قرباني په بشپړه توګه نه منل کېږي"

په لاهور کې خبریال او کارپوه امتیاز عالم هم دا خبره مني چې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې په ریښنتیا پښتنو ډيرې قربانۍ ورکړې دي او له هغو انکار هم نشي کېدای، خو د ده په خبره پښتانه ځکه زیات وځپل شول چې د ترهګرۍ لوی مرکزونه هم د دوی په سيمو کې دي:

"ګوره د اېتلاف مرستندویه پانګې (کوليشن سپورټ فنډ ) لویه مالی برخه په قبایلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې لګول کېږي، بله دا چې څومره نړیوالې مرستندويه ادارې دي، هغوی تر ټولو زیات د پرمختګ پروژي په خېبر پښتونخوا کې تر سره کوي. په دې لړ کې په لومړي نمبر د پښتنو سيمې دي او پر دویم نمبر د بلوچستان سيمې دي، د یو چا له قربانيو انکار نه دی پکار، خو دا هم حقيقت دی چې د ترهګرو لوی مرکزونه هم د پښتنو په سيمو کې دي"

په لاهور کې یو بل وتلی کارپوه پروفېسر حسن عسکري وایي چې پاکستان د بیلا بیلو قومونو کور دی او راتلونکو نسلونو ته دا ويل د ریاستي ادارو او پوها نو ذمه واري ده چې په دې جنګ کې چا څومره قرباني ورکړې ده.

"ګورئ ! د دې ټولي جګړې زیات منفي اغیز د پښتنو پر سيمو شوی دی، که قبایلي سيمې دي، او که په افغانستان کې د پښتنو سيمې دي، د دې لویه وجه دا ده چې په ۸۰ یمه لسيزه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتي په نیت امریکا، د پاکستان د هاغه وخت حکومت او عربي هيوادونو د تشدد دا مفکوره د پښتنو سیمو ته راوړه. کنه نو له هغې وړاندې دا ډیر له امن او سولې ډکه سیمه وه، د پښتنو د قربانيو په یو نه يو شکل کې درناوی شوی دی، خو دا مهال د وسله والو مخې ته د عوامي نېشنل ګوند غوندې د پښتنو ګوند هم ولاړ دی او ځينې داسې پښتانه هم دي چې د وسله والو په اړه نرم دریځ لري"

بلخوا په لندن کې مېشت پښتون خبر یال او ليکونکی فایق يوسفزی بیا وایي چې پښتنو ليکوالو، سیاستوالو او کار پوهانو په دی لړ کی خپلې ذمه وارۍ په صحیح توګه نه دي تر سره کړي.

"د ترهګرۍ ټوله لوبه د پښتنو په جغرافییه کې روانه ده، د دغه جګړې لوی تاوان هم پښتنو ته رسېدلی دی، خو په هغه اندازه چې څومره زیان پښتون قام او پښتني سیمو ته اوښتی دی، په هغه اندازه پښتنو لیکوالانو، خبریالانو او نورو خپلو ذمه واري نه ده پوره کړې."

پروفېسر حسن عسکري وايي، چې تاریخ کې (هغه دغه) خبرې تل ترتله نه ځايېږي. په دې تيره لسيزه کی چې څومره پښتانه د دې جګړې ښکار شوي دي د هغوی قرباني که دا چا زړه ښه وي او که بد، تاريخ کې به ورته ځای ورکول کېږي.
XS
SM
MD
LG