د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو د راخوشې کېدو لپاره لاریون پنجاب ته ورسېد


د تریتمو بلوڅانو د راخوشې کېدو لپاره پیاده لاریون
د تریتمو بلوڅانو د راخوشې کېدو لپاره پیاده لاریون

ماما قدیر د بلوڅانو په ورکېدنه کې د پاکستان استخباراتي ادارو لاس ګڼي خو یادو ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

کراچۍ: د تریتم کړو بلوڅانو د راخوشې کولو په موخه له کوټې و اسلام اباد ته روان لاریون د پنجاب صوبې ډېره غازیخان ته رسېدلی دی.


د دغه لاریون مشر ماما قدیر بلوڅ نن (دوشنبې) سهار مشال ریډیو ته وویل، دوی له تېرو درو میاشتو راهیسې پیاده په لاریون راوتي دي خو په بلوچستان کې لا هم نه یوازې د خلکو د ورکېدنې لړۍ دوام لري بلکې اوس دغلته د ورک کړل شوو خلکو د ډله ایزو قبرونو د موندنې سلسله هم شورو شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د بلوچستان د خضدار په توتک سېمه کې په موندل شوو درې ډله ایز قبرونو کې تر ۱۵۰ پورې د تریتم کړو بلوڅانو مړي موندل شوي دي، دغلته او د بلوچستان په نورو برخو کې نور ډله ایز قبرونه هم شته چې د تريتم کړو بلوڅانو دي. دا ټول سیاسي کارکنان او د طلبا تنظیمونو غړي دي چې وخت په وخت له خپلو سېمو پورته کړل شوي دي. تراوسه زموږ ۱۸ زره ۲ سوه او ۸۶ بلوڅان ورک دي. په دوی کې د ځینو خراب شوي مړي موندل شوي دي، ځینې یې په ډله ایزو قبرونو کې ښخ کړل شوي دي او ځینې لا هم د استخباراتي ادارو په ولکه کې دي"

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه د تريتم کړو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره دوی جمهوري طریقه اختیار کړې ده او د ورک کړل شوو خلکو د کورنیو له غړو ښځو او ماشومانو سره یې یو ځایې په سخته یخنۍ کې لاریون شورو کړی دی، خو حکومتي چارواکي لاهم له زوره کار اخلي او لا هم د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سېمو کې عملیات دوام لري.

"حکومت په بلوچستان کې هم هغه کار شورو کړی دی کوم چې دوی په ۱۹۷۱ کې په بنګله دېش کې کړی وو. زما په خیال د بلوچستان حالاتو هم د بنګله دیش د هاغه وخت د حالاتو بڼه غوره کړې ده"

ماما قدیر د بلوڅانو په ورکېدنه کې د پاکستان استخباراتي ادارو لاس ګڼي خو یادو ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

یاده دې وي د تريتم کړو بلوڅانو د راخوشې کولو په موخه د اکتوبر پر ۲۷ نیټه د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې د هغوی خپلوانو تر کراچۍ لاریون وکړ. په کراچۍ کې له څو ورځو احتجاج وروسته دغه احتجاجي کاروان چې ۴۰ مېرمنې او ۱۰ نارینه په کې شامل دي، د ډیسېمبر پر ۱۳ نیټه اسلام اباد ته په پښو روان شوي دي. لاریون کونکي اوس مهال له اسلام اباده ۸۰۰ کیلومیتره لېرې دي چې ښایي دغلته په رسیدو کې به یوه بله میاشت مزل پاتې وي.
XS
SM
MD
LG