په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو لخوا د عملیاتو له پیلولو څخه وروسته په زرګونو خلکوله یادې سیمې د کډو ویستل پیل کړي دي.
د بنو یو انتظامي چارواکي د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل چې نږدې ۹۰۰ کورنۍ او تر درې زره پورې کسانو له شمالي وزيرستان څخه کډې کړي دي، خو د ده په وينا د کډوالو لپاره انتظامات نه دي شوی.
د ميرعلی تحصيل نه کډه شوي يو کس سميع الله داوړ داتوار په ورځ مشال راډيو ته وويل :
(( حکومت راته وايي، مه درومئ ، بیا چې په بل طرف یې کڅې ، بیا راشي بمباري په مونږه کوي، خلک پکې مړه او زخمیان شي. ))
بل پلو د شمالي وزيرستان د پوليټکل انتظاميې يو چارواکي هم د مشال راډیو د لارې په خلکو غږ وکړو چې دوی دې له سیمې نه کډې نه وباسي ، حالات به زر ښه شي.
په بنو کې کډوالو او ازادو سرچينو مشال راډيو ته وویل چې د شمالي وزيرستان د ميرعلی تحصيل نه نږدې اتيا فيصده خلکو کډي کړي دي.
دپاکستان حکومت که څه هم په رسمي ډول په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو کوم اعلان نه دی کړی، خو په دې وروستیو کې يې په سیمه کې بمباري پیل کړې ده چې د طالبانو ترڅنګ پکې ولسي خلک هم په نخښه کیږي.