د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خوست ته ځانګړې شوې اختیاري بودجه لږه ده"


د خوست د مدني ټولنو، ولایتي شورا او ټولنیزو سازمانونو غړي او قومي مشران د نوي کال له پاره خوست ته ځانګړې شوي لس میلیونه ډالره اختیاري بودجه لږه بولي.

د خوست د مدني ټولنو، ولایتي شورا او ټولنیزو سازمانونو غړي او قومي مشران د نوي کال له پاره خوست ته ځانګړې شوي لس میلیونه ډالره اختیاري بودجه لږه بولي او وايي، چې د مرکزي حکومت په ځانګړي ډول مالیې وزارت ځني چارواکي د خوست سره تعصبي چلند کوي، هغوی ګواښ کوي، که چیرې د ولایتونو تر منځ د اختیاري بودجه په وېش کې انډول ونه شي، نو دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.


د خوست د مدني ټولنو یو شمېر غړي او د ولایتي شورا استازي وايي، چې ماليې وزارت نوي کال له پاره خوست ته یوازې لس میلیونه ډالره اختیاري بودجه ځانګړي کړې او په دې بودجه کې هم د تېرو کالونو ځني پروژې سږني کال ته انتقال شوي دي.

هغوی زیاتوي، چې نوموړې بودجه د خوست اړتیاوو او پرمختیاوو ته په پام سره نه ده ترتیب شوې، بلکې د مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول دمالیې وزارت له خوا دوی سره دمور او میرې سلوک شوی او په تېر کې هم په دې ولایت کې هغه پروژې او برنامې نه دي عملي شوي، چې خوست او په ټوله کې افغانستان ته په اقتصادي او امنیتي لحاظ په ګټه تمامیږي.

د مدني ټولنې فعال نصیراحمد روښان مشال راډیو سره په خبرو کې د مرکزي حکومت او مالیې وزارت نه غوښتنه وکړه، چې خوست ته د ځانګړې شوې بودجې ګراف دې لوړ کړي او که چیرې دوی يې په اړه اقدام ونه کړي، نو دوی به د ټولټاکنو سره پریکون اعلان وکړي او لاریونونه به په لاره واچوي:


((د خوست د خلکو دغو غوښتنو ته په کتو سره، چې خوست ته ځانګړې شوې بودجه چې څه د پاسه لس میلیونه ډالره ده، دې هغې له پاره دې نوره مدارک پیدا او د دغې بودجې ګراف دې لوړ کاندي او که لوړ يې نه کړي، نو د خوست د ټولو ولسونو ، ولایتي شورا، مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو وروستۍ پریکړه به دا وي، چې دوی به سوله ییز لاریونونه راوباسي، دوی به په راتلونکو ریاست جمهوري او ولایتي شوراګانو په ټولټاکنو کې برخه نه اخلي او د دولت سره به بایکاټ کوي.))

د خوست ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار غوښتنه کوي، چې باید د مرکزي حکومت له خوا د امتیازاتو په وېش کې د بې عدالتیو مخه ونیول شي:

((موږ په اړوندو وزارتونو، د پارلمان په استازیو باندې غږ کوو، چې د دې بې عدالتۍ مخه ونیسي، دوی باید خوست ته خپل حق ورکړي، چې نه ورکول کیږي نو مجبور مکلف یو، چې خپلو قومي مشرانو او خلکو ته مراجعه وکړو، سوله ییزې مظاهرې وکړو او خپل حق په خپله وغواړو.))

د مدني ټولنې فعال محمد الیاس وحدت وايي، چې خوست ته ځانګړې شوې بودجه د یاد ولایت نفوسو، ودې او اړتیاوو ته په کتو نه دي ترتیب شوې:

((د خوست هغو ځانګړتیاوو ته په کتو چې لري یې، خوست لومړی درجه ولایت بلل کیږي، د نفوس په حساب، د ودې په حساب او د ضرورتونو په حساب، خو بیا هم د دریمې درجې او په دریمه درجه کې هم تر ټولو ښکته بودجه ورکړل شوې ده، موږ ته د نوي کال په بودجه کې نږدې لس میلیونه ډالر اختیاري بودجه نیول شوې ده، دا بودجه هم هغه نه ده، چې موږ ته سږ کال نیول شوې ده، بلکې اکثریت پروژې يې هغه دي، چې د تېرو کالونو بودجه سږ کال ته لېږدول شوې دي، موږ اندېښنه لرو چې همدا لس میلیونه ډالر به هم موږ ته په واک کې رانکړل شي.))

د خوست ښار د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحادیې مشر کرامت خان خپلواک په خپلو خبرو کې یو شمېر چارواکي خوست سره په تعصبي چلند تورنوي او وايي، چې د غلام خان بندر په ترانزیټ کې اوږده کالونه ځنډ په خپله په دې مانا دي، چې ځني چارواکي په خوست کې د پرمختیا او اقتصادي ودې سره دلچسپي نه لري:


((د مرکزي حکومت چارواکي د خوست سره تعصب لري، دوی نه غواړي چې د خوست د غلام خان لاره ترانزیټ پیدا کړي، حتا دوی په اسلام قلعه، تورغونډۍ او سپین بولدک چې رسمي لارې نه دي دوی ورته رسمیات ورکړي دي، یانې هغه د ترانزیټ فارم جازه يې دوی ته ورکړې ده، کله چې د غلام خان بندر چې یوه قانوني ترانزیټي لاره ده، د څو ولایتونو د خلکو له پاره ښه ده، هم د سوداګرو له پاره، هم د دولت د عوایدو له پاره، که چیرې دا لاره ترانزیټي وي نو ټولې قاچاقي لارې به قطع شي، ځکه چې د پاکستان به په قاچاقي لارو مالونه نه راځي.))

د یادونې وړ ده، نوموړې بودجه چې په دې وروستیو کې تصویب شوې په پیل کې هم ورباندې د ملي شورا یو شمېر استازیو نیوکې کړې وې، چې په دې کې د ولایتونو انډولیزه پرمختیا په پام کې نه ده نیول شوې، خو د ماليې وزارت چارواکي وايي، چې په اختیاري بودجه کې يې د ولایتونو تر منځ کوم توپیریز چلند نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG