د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان په نړیوالو ورځپاڼو کې


ډېلي بیسټ ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې دیارلسم کال روان دې او د راتلونکو لسو کالو لپاره امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د موجودېت په اړه له ولسمشر کرزي سره مزاکرات کوي، باېد پوځ او هغو سفارتي ګامونو ته په سنجیده ډول و کتل شي چې په افغانستان کې ېې د دغه هېواد د معاملې بنیاد جوړ کړې دې. ورځپاڼه ليکي موږ باېد دغه پوښتنه وکړو چې په هېواد کې د یوی لسیزې نه د زیاتې مودې لپاره د جګړې نه څه تر لاسه شو ، آیا دا هدفونه پوره شو او مشن مو کامیاب شو که څنګه؟


د ورځپاڼې په خبره اوس وخت راغلې دې چې له دغه حقیقت نه سترګې پټې نه کړل شي او په کولاوه وویل شي چې په افغانستان کې جګړه بېلل شوې ده.

ډېلي بیسټ ليکي کیدای شي دا اوس هم ممکن وي چې د ځيني رسېدلي نقصان ازاله وشي او طالبان په مکمل ډول بریا تر لاسه نه کړي خو بیا په داسې حال کې د خوشبيني هېڅ صورت نه جوړیږي چې د هېواد مشران د خپلې خوښې نتېجو په حقله داسې پېغام ورکوي ګواکې هم دغه حقیقت وي. ورځپاڼه زیاتوي خو بیا دا هم یوه حېرانونکی خبره ده چې کله تېر کال د واک د بدلون د مراسمو پر مهال د امریکا او اېتلافي ځواکونو ګډ کمانډر جنرل جان اېلن په خپل خطاب کې وویل دغه یاغیتوب ته به په راتلونکي وخت کې تربیت یافته افغان ځواکونه په خپله ماتې ورکړي چې دا وخت ېې امنیتي چارې په سر اخیستل شورو کړي دي. د هغه په خبره دا یوه کامیابي ده چې افغان ځواکونه د افغان ولس ساتنه کوي او حکومت د دې جوګه ګرځوي چې د خپلو خلکو خدمت وکړي.

بلخوا اې ایف پي خبري اژانس ليکي د کشمیر د غریزی سیمې سره تعلق لرونکي 49 ټرک ډراېوران د پاکستان او هند تر منځ په سرحدي سیمه د خپل معمول کار کولو چې د مخادره موادو پر ضد چاپې دوي بې یار و مددګار پاتې کړل. له یوې اوونۍ نه د زیاتې مودې راهیسې د پاکستان له لورې ځیني کسان په هغه شخړه کې ګېر دي چې سیمه ایز تجارت ته د وده ورکولو په لاره کې د مشکلاتو نښې ورکوي.

اژانس ليکي د تېرې جمعې په ورځ په سرحدي سیمه کې د هند پولیسو د یو ټرک ډرایور ګرفتاره کړ کله چې د بادامو په ټرک کې 114 کلوګرامه هېروېن و موندل شو.

پاکستاني انتظامېې په دغه کاروان کې شامل نور ټرکونه او 48 ډراېوران تر هغه لاېن آف کنټرول نه اوړېدلو ته پرې نه ښودل تر څو نیول شوی ډرایور دوي ته و نه سپارل شي.

د اژانس په خبره د پاکستان او هند تر منځ تعلقات دا وخت ساړه دي چې نه خو په ښکاره ډول دښمني څرګندوي او نه هم بیا پکې ګرمجوشي لیدل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مۍ په میاشت کې د انتخاباتو نه تمه ده چې په نوي دهلي کې به ورسره اوسنې حکومت بدل شي.

د پاکستان او هند تر منځ په سرحدي سیمه کې د تاو تریخوالي له امله له یو بل سره د دواړو ګاونډیو هېوادونو تعلقات خراب شو. په دغو پېښو کې په درجنونو سرتېري ووژل شو.
XS
SM
MD
LG