د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ضد کمپین په ترڅ کې درې تنه ووژل شول


سوات کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکی ورکول کېږي
سوات کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکی ورکول کېږي

د سیند صوبې ګورنر عشرت العباد خان د پولیو ضد د څاڅکو ورکونکو کسانو وژنه په سختو ټکو کې غندلې ، او په پیښه کې د ککړو عناصرو د نیولو حکم یې کړی دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیو ضد څاڅکو ورکونو باندې حمله شوې چې په ترڅ کې ددوه زنانه و په ګډون درې کسان وژل شوي دي . پولیس وایي پیښه نن ماسپخین ددغه ښار په قیوم اباد سېمه کې هغه مهال مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو د پولیو ضد څاڅکو ورکونو کارکنانو باندې ډزې وکړې.


د مشرقي کراچۍ پولیس مشر پیرمحمد شاه د پیښې په ځایې کې له رسنیو سره په خبرو کې ویل

"دا د پولیو ضد د څاڅکو ورکونکو ډله په دوي په همدې سېمه کې دوه بیلا بېلې حملې شوي دی چې له امله ددغه ټیم درې کارکونکي وژل شوي دي او د یوې زنانه په ګډون دوه کسان پکې ژوبل شوي دي"

پولیس مشر پیرمحمدشاه زیاته کړه په کراچۍ کې د پولیو د کمپین په مهال د څاڅکو ورکونکو ډلو ته د حفاظت لپاره پولیس ساتونکي ورکړل شوي دي خو په دې سېمه کې د دغو ډلو سره پولیس ساتونکي نه وو.

په پيښه کې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د کراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي دی . د یاد هسپتال د ایمرجنسي د وارډ مشرې ډاکټرې سېمي جمالي مشال ریډیو ته ویلي هسپتال د پنځه زخمیان وروړل شوي و، چې دریو ساه ورکړې او پاتې ددوه زخمیانو کې د یوه تن روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د یادې پیښې روسته د کراچۍ په مشرقي زون کې د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو کمپین ځنډول شوی دی . د یاد کمپین مشر ظفراعجاز رسنیو ته ویلي په سېمه کې یې د امنیتي ستونزو د پیښدو له کبله دغه کمپین فی الحال ځنډولی دی.

قیوم اباد له امنیتي پلوه د کراچۍ ښار خوندي سېمه ګڼل کیږي . په دې سېمه کې ددې نه مخکې د بدامنۍ د نشت برابر پیښې مخې ته راغلي دي.

د دې حملې پړه د جندالله وسله والې ډلې په غاړه اخیستې ده.

یاده دې وي ددې نه مخکې هم د کراچۍ ښار په اورنګي ټاون،لانډي ټاون او موچکو په سېمه کې د پولیو ضد په څاڅکو ورکونکو کسانو حملې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده ، ددې نه مخکې په دغو ټیمونو ترسره شوې حملې د کراچۍ ښار په لېرې پرتو سېمو کې رامنځته شوي ، خو دا لمړی ځل دی چې د ښار په مرکزي او خوندي برخه کې دغه ډولو حمله شوي ده.

د سیند صوبې ګورنر عشرت العباد خان د پولیو ضد د څاڅکو ورکونکو کسانو وژنه په سختو ټکو کې غندلې ، او په پیښه کې د ککړو عناصرو د نیولو حکم یې کړی دی.

په قبايلي سيمه مومند اېجنسۍ کې به تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پر مهال شاوخوا (۹۰۰۰۰) ماشومانو ته واکسين ورکول کيږي. په دې کمپاين کې ښځينه کارکوونکي هم شامله دي چې د ناامنۍ د انديښنو سربېره کور په کور ګرځي.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې هم د ګوزڼ څاڅکو ورکول کمپین پېل شوی دی. له دې سربېره په بلوچستان کې هم په سختو امنيتي تدابيرو کې د ګوزڼ د ناروغۍ په ضد د واکسين ورکولو درې ورځنى کمپاين پيل شوى چي په ترڅ کې به يې ۲۲ لکه ماشومانو ته د پوليو له ناروغۍ څخه د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي. د روغتيا وزارت وايي په دې صوبه کې په تېرو اتلسو مياشتو کې د پوليو د وايرس کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف ویلي هيواد به د پولیو له وایرس څخه پاکوي. د پاکستان د سرکاري راډيو تر مخه نوموړي په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان په سلو کې پنځه نوي فیصدي برخې د پولیو وایرس څخه پاکې ګرځول شوي دي. نوموړي ويلي په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې به د ګواښونو او ستونزو سربېره د پوليو پر مرض قابو ومومي.

بلخوا د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او په خپل یو تازه رپوټ کې ويلي و چې پیښور په نړۍ کې د پولیو وایرس مرکز دی.
XS
SM
MD
LG