د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي د پروان بمباري وغندله او ايساف ورباندې خپګان وښوده


د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د وړمې شپې په پوځي عملياتو کې د ملکيانو پر وژل کېدو خپګان څرګنده کړه.

د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د وړمې شپې په پوځي عملياتو کې د ملکيانو پر وژل کېدو خپګان څرګنده کړه.


دغه ځواکونه وايي، دغه عمليات يې د افغان قواوو په هماهنګۍ ترسره کړي او ولايتي چارواکي ورباندې خبر وو.

افغان چارواکو په هوايي بمبارۍ کې د اتو ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکړى، چې اکثريت يې ماشومان دي. ولسمشر کرزي دغه حمله په کلکه وغندله.

ايساف ځواکونو د وړمې شپې په پوځي عملياتو کې د ملکيانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه.

دغه ځواکونه وايي د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې دغه تصفيوي عمليات د سخت دريځو وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره د افغانانو په مشرۍ پلان شوي وو.

ايساف قواوو په خپله اعلاميه کې ويلي، دغه عمليات د افغان ملي اردو د ځانګړو عملياتو د شپږم کنډک د کومانډو له خوا رهبري کېدل، چې د ايساف مشاورينو يې مرسته کوله.

ايساف ځواکونو د عملياتو هدف دا ښوولي چې غوښتل يې په دې ولسوالۍ کې د سخت دريځو وسلوالو د فعاليتونو، له دې جملې پر بګرام هوايي اډه د دوى د انداختونو مخنيوى وکړي.

ايساف وايي، د سياه ګرد ولسوال او د پروان ولايتي چارواکي له عملياتو له مخکې خبر وو او تر عملياتو مخکې او وروسته معلومات ورسره شريک شوي دي.

کابل وايي دغه عمليات وړمه شپه د پروان د سياګرد ولسوالۍ په ساه دره او واز-غر سيمه کې شوي دي.

جمهوري رياست وايي د عملياتو پر مهال بمباري شوې، چې په نتيجه کې يې يوه ښځه او ٧ تنه ماشومان وژل شوي دي. د ارګ د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ولسمشر حامد کرزي دغه بمباري په کله غندلې ده.

ولسمشر کرزي ويلي، افغان دولت له کلونو راهيسې د افغانستان په کليو کې د عملياتو بندېدل غواړي، خو امريکايي ځواکونه د ورکړل شويو ضمانتونو او دوه اړخيزو توافقاتو برخلاف يوځل بيا د خلکو د استوګنې پر يوه سيمه بمباري کوي او ملکيان وژني.

د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد پرون ناوخته مشال راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې يو امريکايي او يو افغان سرتېري هم وژل شوي:

”يو امريکايي پوځي او يو افغان سرتېرى وژل شوي، د طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ په ډزو کې ملکيانو ته هم تلفات رسېدلي، خو مشخص جزئيات يې نهايي شوي نه دي“

د ارګ د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې د پروان سياه ګرد ولسوالۍ ته له کابله يو هيئت لېږل شوى چې دغه پېښه په دقيقه توګه وڅېړي.

په تېرو شا و خوا ديارلسو کلونو کې په پوځي عملياتو او بمباريو کې ملکي تلفات هغه حساسه مسئله وه، چې افغان حکومت يې په وار وار د بندېدو غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG