د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا خبریال عبدالوهاب ته دړکې ورکول کېږي


د خيبر پښتونخوا په مردان او چارسدې ضلعو کې نورالوهاب نومې خبريال ته، چې د انګرېزۍ ژبې له يوې پاکستانۍ ورځپاڼې سره کار کوي، د دې لپاره چې د جنسي تېري پېښې يې رپورټ کړې دي، له تېرو څو ورځو راهيسې دړکې ورکول کيږي.

د خبريالانو د حقونو لپاره کارکونکې نړيوالې ادارې (رپورټرز ودآوټ بارډرز) په خپور کړي يوه خبر کې ويلي چې، دغه اداره د پاکستان په خيبر پښتونخوا صوبه کې يوه خبريال ته د ملاوېدونکو دړکو له امله زښته اندېښمنه ده.


په خبر کې ويل شوي، د خيبر پښتونخوا په مردان او چارسدې ضلعو کې نورالوهاب نومې خبريال ته، چې د انګرېزۍ ژبې له يوې پاکستانۍ ورځپاڼې سره کار کوي، د دې لپاره چې د جنسي تېري پېښې يې رپورټ کړې دي، له تېرو څو ورځو راهيسې دړکې ورکول کيږي.

ادارې پر هغو خلکو چې نوموړي خبريال ته يې ګواښونه کړي، غږ کړی چې له دغه کاره لاس واخلي، ځکه چې د ادارې په وينا، دې خبريال هېڅ یو جرم نه دی کړی، بلکې خپله دنده يې تر سره کړې ده.

يادې ادارې د مردان او چارسدې په حکومتي چارواکو هم غږ کړی چې د عبدالوهاب د امنيت خوندي کولو په خاطر لازم ګامونه پورته کړي. ادارې په پاکستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو په له مينځه وړلو کې د دې هېواد د پوليسو د ناکامې مبارزې په يادولو سره زياته کړې چې په ځانګړې توګه د عبدالوهاب په دوسيه کې به د کوم اقدام نه پورته کېدو بهانه و نه مني.
XS
SM
MD
LG