د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دا پته نه لګي چې څوک خبریالان وژني!!


د خبریالانو ساتنې ټولنه په خپل رپورټ کې وايي، له یوې اوونۍ زیات وخت وشو چې سېندی خبریال شان ډر وژل شوی دی خو په پاکستان کې لا تر اوسه دا پته نه ده لګېدلې چې د نوموړي مرګ حادثاتي وو او که نه چا وژلی دی.

د خبریالانو ساتنې ټولنه په خپل رپورټ کې وايي، له یوې اوونۍ زیات وخت وشو چې سېندی خبریال شان ډر وژل شوی دی خو په پاکستان کې لا تر اوسه دا پته نه ده لګېدلې چې د نوموړي مرګ حادثاتي وو او که نه چا وژلی دی.


شان ډر د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په لاړکانې کې وژل شوی وو.

د خبریالانو ساتنې ټولنه وايي، له دې ښکاري چې په پاکستان کې د پلټنو عمل ډېر کمزوری دی او احتساب نه کېږي چې له کبله یې د وژل شویو خبریالانو پوښتنه نه کېږي.

د خبریالانو ساتنې ټولنه یا سي پي جې وايي، په پاکستان کې له ۱۹۹۲ز کال راهیسې چې څومره خبریالان وژل شوي دي، په هغوی کې له نیمايي زیات هغه خبریالان ول چې د سیاسي حالاتو په اړه یې رپورټونه خپرول.

د رپورټ تر مخه، په ۲۰۱۲ز کال کې په پينځو وژل شویو خبریالانو کې څلور بلوڅان ول.

نو دا خبریالان چا وژلي دي؟ د دوی د وژنې پړه پر چا باید واچول شي؟ د سیاسي چارو پوه او لیکول محمد علي تالپور وايي، د دې ذمه واري د پاکستان پر دولت یا ریاست باید واچول شي:

((په اصل کې د دوی [د وژنې] ذمه واري باید پر ریاست یا دولت واچول شي. ځکه چې طالبان یا نورې ډلې چې خبریالان وژني نو پړه یې مني. خو په بلوچستان کې له خبریالانو علاوه، هغه شا و خوا ۸۰۰ کسان چې ورک کړل شوي دي، بیا په بلوچستان یا کراچۍ کې یې مړي موندل کېږي نو د هغوی وژنې پړه پر نامالومه کسانو اچول کېږي. هیڅ کس ته پته نشته چې ولې خلک ورکېږي، څومره ورک دي، چا ورک کړي دي او چا وژلي دي؟))

تالپور وايي، په بلوچستان کې زیاتره هغه خبریالان وژل کېږي چې د ملتپاله بیلتون غوښتونکو بلوڅانو په اړه خبرونه او رپورټونه جوړوي او خپروي یې.

په لاهور کې د سیاسي چارو پوه او لیکوال کامران شفیع د خپلو کالمونو له لاسه په بیا بیا ځورول شوی دی. ان دا چې پر کور یې ډزې شوې دي.

دی وايي، په پاکستان کې یوازې ریاست نه دی، بلکې پر هرې ډلې او تنظیم باید د خبریالانو ځورونې او وژنو تور پورې شي:

((په دې حمام کې ټول بربنډ دي، یانې هر کس پکې شریک دی. یوه کس یا یوې ډلې ته ګوته نیول زما په اند، سم کار نه دی. هر کس پکې ګرم دی. خو هر کس د نشو و نما یا لویېدو له پړاوه تېرېږي. دوی چې بالغان شي نو پوه به شي چې له دې ډول کارونو هیڅ نه جوړېږي.))

کامران شفیع وايي، دی خوشبینه دی چې په پاکستان کې د جمهوریت او جمهوري رویو له پرمختګ سره به خبریالانو ته ورپېښ ګواښونه کم شي. دی وايي، دوه درې ځلې چې انتخابات وشي او ملکي حکومت بل جمهوري حکومت ته واک وسپاري نو د خبریالانو وژنې سلسله به هم ختمه شي.

محمد علي تالپور د بلوچستان حالاتو په اړه لیکل کوي. دی وايي، د تېر کال اکتوبر له میاشتې راهیسې ده د پاکستان د انګرېزي ژبې په ډېلې ټایمز کې لیکل پریښي دي:

(([د بلوڅو خبریالانو] رپورټونو د خپرولو اجازه هم ډېره کمه وي. بل زه چې خپل مثال درکړم نو له درو کلونو راهیسې، د ۲۰۱۳ز کال تر اکتوبره زما مقالې هره اوونۍ په ډېلي ټایمز کې خپرېدې. خو بیا ماته ایډیټر یا مدیر وویل چې پر هغوی فشار دی او ما ته یې وویل چې د بلوچستان پر ځای د بلې موضوع په اړه لیکل وکړه. نو زما لپاره دا ممکنه نه وه چې زه له بلوچستانه پرته د بلې موضوع په اړه لیکل وکړم. نو مجبوره شوم په ډېلي ټایمز کې مې لیکل پرېښودل.))

کامران شفیع هم وايي چې د ده لیکنې چې خپرېږي نو پر انټرنیټ ورته ګواښونه کېږي او خلک ورته ښکنځل کوي. دی وايي، پر ده د غدار او امریکا د جاسوس تورونه هم پورې شوي دي او دا خبرې خلک پخپله نه کوي، بلکې هغوی ته ویل کېږي.

خو د پاکستان حکومت وايي، ژمن دی چې د رسنیو او خبریالانو ازادۍ لپاره به کار کوي. د خبریالانو ساتنې نړیواله ټولنه پاکستان په نړۍ کې له هغو څو هیوادونو یو ګڼي چې پکې د خبریالانو ژوند له لویو ګواښونو سره مخامخ وي.
XS
SM
MD
LG