د غور والي سید انور رحمتي له آزادي راډيو سره په مرکه کې د سولې له پروسې سره ددې کسانو یو ځای کیدل ګټور و باله.
ښاغلي رحمتي د هغو امتیازاتو په اړه چې دې کسانو ته یې په پام کې نیولي، داسي معلومات ورکړل:
''موږ د سولې سره د یو ځای شویو لپاره د نوي ورځو په جریان کې د نغدي پيسو بستې لرو چې پکې له اتو زرو څخه تر دولس زره افغانۍ شامل دي او وروسته د هغوی سیمو ته انکشافي او پراختیایې پروژې هم وړو.''
د غور چارواکي وایې، په دې ولایت کې د سولې د بهیر له پيل څخه تر اوسه ۴۴۶ وسله وال مخالفین له دولت سره یو ځای شوي دي.
تر دې مخکې په بغلان کې هم د حکومت د سولې له پروګرام سره د وسله والو مخالفینو د یوې اتیا کسیزې ډلې د یو ځای کیدو خبر ورکړل شو.