د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اې اېن پي مهم مشر میا مشتاق خاورو ته وسپارل شو


د اې اېن پي پخوانی صوبايي مرستیال مشر میا مشتاق
د اې اېن پي پخوانی صوبايي مرستیال مشر میا مشتاق

میا افتخار حسین له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی ګوند په نظریاتي توګه د ترهګرۍ پر ضد دی او ځکه خو وسله وال د دوی د ګوند غړي په نښه کوي.


د خېبر پښتوخوا د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مرستیال صوبايي مشر میا مشتاق د جنازې لمونځ ترسره شو چې پرون د اتوار پر ورځ له پېښور سره نژدې په بډه بيره سیمه کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.


د مشال خبریال وايي چې د هغه د جنازې لمونځ د بډه بېرې په ماشوخېلو کې تر سره شو.

عوامي نیشنل ګوند د میا مشتاق وژنه په سختو ټکیو غندلې ده.

د اې اېن پي یو مرکزي مشر میا افتخار حسین نن د دوشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دوی ګوند په نظریاتي توګه د ترهګرۍ پر ضد دی او ځکه خو وسله وال د دوی د ګوند غړي په نښه کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG