د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي استازي له ولسمشر ممنون حسېنه په خپلو سیمو کې امن غواړي


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن
شبیر احمد جان
مشال راډیو


پېښور: د قبایلي سیمو یوې جرګې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسېن سره لیده کاته کړي او هغه ته یې د خپلو سیمو په اړه ستونزې او غوښتنې بیان کړې دي.

د شنبې په ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په کور [ګورنر هاوس] کې د قبایلي سیمو د سیاسي او قبایلي استازو جرګه شوې چې مشري د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن کړېده.

په جرګه کې د خیبر پښتونخوا د ګورنر انجینیر شوکت الله خان تر څنګ د ټولو قبايلي سیمو مشرانو ، سینیټرانو او د قومي اسمبلۍ غړو ګډون کړی وو.

په جرګه کې شریک د قبایلي سیمو استازو مشال راډیو ته وویل چې دوی په لیدو کتو کې له ولسمشر ممنون حسېن څخه وغوښتول چې دوی تر هر څه وړاندې په قبایلي سیمو کې امن غواړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG