د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروېز مشرف محاکمه به د پوځي کودتاوو مخه ونيسي


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړ ځانګړي عدالت د دې هيواد پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف ته امر کړی چې د روانې جنورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه عدالت ته حاضر شي څو د ده په ضد د غدارۍ د مقدمې اورېدنه وشي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړ ځانګړي عدالت د دې هيواد پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف ته امر کړی چې د روانې جنورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه عدالت ته حاضر شي څو د ده په ضد د غدارۍ د مقدمې اورېدنه وشي.


پر مشرف له دې امله د غدارۍ مقدمه چلول کيږي چې په ۲۰۰۷ م کال کې يې، کله چې نوموړی د پاکستان ولسمشر او د پوځي ځواکونو سر لښکر و، په هيواد کې د بېړني حالت په اعلانولو سره آيين معطل کړ او يو شمېر قاضيان يې نظر بند کړل.

د مشرف په ضد مقدمې ته د پاکستان زياتره سياسي ګوندونه په مثبت نظر ګوري. دا چې د پاکستاني پوځ پخواني چارواکي د مشرف په ضد د روانې مقدمې په اړه څه نظر لري، په اسلام آباد کې د پوځ پخوانی لوړ رتبه چارواکی لېفټينېنټ جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وايي، د پاکستان له قاونون سره سم بايد نه يوازي د مشرف په ضد مقدمه وچلول شي بلکې د هغه ټول پوځي، سياسي او حکومتي چارواکي دې هم عدالت ته راوستل شي چې په دې ګام کې له ده سره ملګري ول.

((د قانون سړغونه شوې ده او آيين مات شوی دی نو دا ويل چې د مشرف په ضد دې مقدمه نه چلول کيږي، دا به زما په خيال غېر قانوني او غېر آييني خبره وي. خو زه به دا هم ووايم چې د دې مقدمې نوعيت سياسي هم دی ځکه د پاکستان په تاريخ کې دا ډول پيښې رامنځ ته شوي دي نو له دې کبله موږ بايد په سياسي توګه هم دې ته پام وکړو چې دا مقدمه په څه ډول مخ ته وړل کيږي))

د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د يو پوځي مشر په ضد مقدمه چليږي. دا چې د دې اغېز به څه وي؟ په پېښور کې د پاکستاني پوځ پخوانی چارواکی بريګيډير (ريټايرډ) سعمد محمد خان وايي، د مشرف په مجرم ثابيتېدو سره به د هغو کسانو مخه ونيول شي چې غواړي آيين معطل کړي او په ناجايزه توګه پر اقتدار قبضه وکړي.

((پاکستان به د يو قوم او آييني جمهوريت په حېث دا فيصله کوي چې داسي خلک چې د پاکستان آيين تر پښو لاندې کوي او پر اقتدار باندې ناجايزه قبضه کوي نو په دې کې چې يو چا ته سزا نه وي ورکړل شوې نو په آينده کې که کوم داسي سړی وي نو د هغه د لارې د مخه نيولو لپاره دا د زهرو غوړپ به پاکستان تېروي. پر دې سړي [مشرف] باندې بالکل مقدمه چلېدل په کار ده خو زما په فکر دا د پاکستان لپاره لويه ګټه ده چې پر ده باندې مقدمه شروع شوه او چې دا بيا تکميل ته ورسيږي او چې يو ځل دی [مشرف] مجرم وګرځول شي د هغه وروسته کې يې بيا پرېږدي نو خېر دی))

که څه هم د مشرف پر ضد د څو اونيو راهيسې د غدارۍ مقدمه درج شوې خو نوموړی په وار وار د عدالت د راغوښتلو سربېره نه دی حاضر شوی. په وروستي ځل د جنوري پر دوهمه نېټه نوموړی عدالت ته د وړاندې کېدو لپاره پر لار و چې په سينه کې يې د درد شکايت وکړ او په راولپنډۍ ښار کې موقيعت لرونکي د زړه د ناروغيو يوه پوځي روغتون ته يوړل شو چې تر اوسه هم هلته دی.

د پاکستان د پوځ يو پخوانی چارواکي بريګيډير (ريټايرډ) سيد نذير وايي، عدالت ته د نه حاضرېدو له کبله يو شمېر کسان د نوموړي مخالف شول.

((په اخلاقي توګه چې له مشرف څخه کومې غلطياني وشوې چې عدالت ته نه حاضريږي او مختلفه حيلې او بهانې کوي نو له دې وجې چې د خلکو په منځ کې د هفه کوم مقام و، په هغه کې د ده په وجه ډېره کمزوري ښکاره شوه او اوس له هغه څخه خلک ورو ورو جدا کيږي. او په فوجي سطح چې زموږ کوم ملګري دي يا يو خوا ته بل خوا ته چې يې موږ وينو نو هغوی دا خبره کوي چې له فوج سره يا جرنېل سره چې پر دومره لوړ مقام پاتې شوی وي، هغه ته دا نه دې په کار چې له عدالت څخه په دې طريقه باندې ځان بچ کړي يا انکار وکړي))

که څه هم داسي ګنګوسې دي چې د پاکستان پوځ به و نه غواړي چې مشرف سزا شي خو بريګيډير نذير وايي چې د مشرف د ناسمو ګامونو پورته کولو له کبله د پوځ نوي مشر جنرل راحيل شريف هم داسي اشارې ورکړي چې د هغه دفاع به ونکړي او پرې به ږدې چې د آيين سره سم د مشرف په ضد په ولسي عدالت کې مقدمه وچليږي. که پر پرويز مشرف له هيواد سره د خيانت تورونه ثابت شي نو د ټول عمري بند او يا هم د مرګ په سزا محکومېدای شي.
XS
SM
MD
LG