د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د وژل شوي پولیس افسر او عسکرو جنازې نن کېږي


په کراچۍ کې د وژل شوي پولیس عسکر مړی: پخوانی عکس
په کراچۍ کې د وژل شوي پولیس عسکر مړی: پخوانی عکس
کراچۍ: د کراچۍ په پرونۍ بمي چاودنه کې د وژل شوي پولیس افسر چودري اسلم او دوو نورو پولیس عسکرو جنازې نن مازیګر د پولیسو په مرکز کې کېږي.

چودري اسلم پرون ماښام د کراچۍ په عیسا نګرۍ نومي سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د چودري اسلم مېرمنې بېګا ناوخته رسنیو ته وویل چې خاوند یې له مودې راهیسې یې د ګواښونو او بریدونو پروا نه کوله.

پولیس وايي، په دې اړه پلټنې کوي چې پرونی برید یو بمي چاودنه وه او که ځانمرګی برید. وسله والو طالبانو پر چودري اسلم د برید پړه منلې ده.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر راحیل شریف دواړو د چودري اسلم د وژل کېدو غندنه کړېده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


اسلم خان څوک وو او څه یې کړي وو؟

پرون په کراچۍ کې وژل شوی چودري اسلم د خیبر پښتونخوا د مانسهرې وو. نوموړي د کراچۍ په ډېرو تاڼو کې د اېس اېچ او یا تاڼېدار په توګه دنده تر سره کړې وه. دی د وسله والو او جنايي ډلو پر ضد د عملیاتو لپاره پېژندل کېده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG