د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر زرداري د درغلیو د مقدمې اورېدنه تر ۱۸ جنورۍ وځنډېده


پخوانی ولسمشر اصف علي رزداري له عدالت ته تلو پر وخت
پخوانی ولسمشر اصف علي رزداري له عدالت ته تلو پر وخت
اسلام اباد: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې احتساب عدالت د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د درغلیو د مقدمې اورېدنه د روانې جنورۍ میاشتې تر ۱۸مې نېټې ځنډولې ده.

د پاکستان پپلز ګوند مخکښ او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د پنجشنبې په ورځ پخپله په اسلام اباد کې عدالت ته حاضر شو.

پر اصف علي زرداري تورونه دي چې د (اې ، آر ، وای ګولډ) ، د وزیر اعظم په ماڼۍ کې د پولو میدان جوړولو او د ټریکټرو د سودا په کولو کې یې درغلۍ کړې وې.

د نوموړي وکیل فاروق اېچ نایک احستاب عدالت ته وویل چې د ده موکل [اصف علي زرداري] په دې معاملو کې په رسمي ډول نشي تورن کېدای.

فاروق اېچ نایک عدالت ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې دی به عدالت ته قانوني ثبوتونه وړاندې کړي خو وخت ته اړتیا لري.

عدالت د فاروق اېچ نایک خبره ومنله او امر یې وکړ چې د هغه پر موکل اصف علي زداري دي د درغلیو د لګېدلو تورونو د مقدمې اورېدنه د روانې جنورۍ میاشتې تر ۱۸مې نېټې وځنډول شي.
XS
SM
MD
LG