د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف د جنورۍ پر شپاړسمه عدالت ته وروغوښتل شو


د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف
اسلام اباد: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړ ځانګړي عدالت د دي ملک پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف ته امر کړی دی چېد روانې جنورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه عدالت ته حاضر شي.

دا پرېکړه یاد عدالت نن پنجشنبه له هغه وروسته وکړه چې پرویز مشرف ته یې عدالت ته له حاضرېدو د استثنا ورکولو غوښتنه رد کړه.

له ملک سره د غدارۍ په مقدمه کې د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف وکیلانو تېره ورځ له عدالته غوښتنه کړې وه چې د ناروغۍ له کبله دې نوموړی له عدالتي حاضرۍ مستثنا کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر پرویز مشرف د غدارۍ د مقدمې په یو ځانګړي عدالت کې روانه ده.
XS
SM
MD
LG