د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې دوه کروړه اونوي لکه کسان انټرنیټ کاروي


غير سرکاري امريکايي اداره اوپن سوسايټي فاونډيشن په خپل خصوصي راپور کې په پاکستان کې د بریښنايې يا ډيجيټل ميډيا د بيلا بيلو رسنيو ذکر کوي. په دې کې راډیو، سرکاري او شخصي ټيلي ويژنونه، انټرنيت، موبايل اېس اېم اېس او وېب پاڼې شاملې دي.

غير سرکاري امريکايي اداره اوپن سوسايټي فاونډيشن په خپل خصوصي راپور کې په پاکستان کې د بریښنايې يا ډيجيټل ميډيا د بيلا بيلو رسنيو ذکر کوي.


په دې کې راډیو، سرکاري او شخصي ټيلي ويژنونه، انټرنيت، موبايل اېس اېم اېس او وېب پاڼې شاملې دي.


راپور زياتوي، په کال دوه زره دووم کې د پاکستان حکومت شخصي يا پرايويټ ټيلي ويژن چينلونو د شروع کېدو اجازه ورکړه چې ورسره په هيواد کې په ګڼ تعداد کې ټيلي ويژن چينلونه جوړ شول.

راپور وايي، د پاکستان په شاوخوا ۲۰ کروړه آبادۍ کې ۱ کروړ ۲۰ لکه ټيلي ويژن سيټونه دي او زياتره خلک د پاکستان سرکاري ټيلي ويژن پي ټي وي ته لاس رسی لري.

راپور وايي، ټيلي ويژن چينلونو د دې هيواد پر سياست او د خلکو د سوچ په جوړولو کې يومهم رول لوبولي دي.

رپورټ وايي، جيو نيوز چينل تر ټولو زيات کتل کېږي خو د پي ټي وي خبرونه يوازې ۳ فيصده خلک ګوري چې وجه يې دا ده چې خلک دا يو حکومتي چينل ګڼي چې يوازې د حکومت دريځ وړاندې کوي.

خو د رپورټ په خبره، په ښار کې اوسېدونکي خلک په متبادلو لارو پسي هم ګرځي. دا وخت په پاکستان کې ۲ کروړه ۹۰ لکه کسان انټرنيټ استعمالوي.

د دې ترڅنګ اوپن سوسائټي فاونډېشن په پاکستان کې د ټولنيزي يا سوشل ميډيا پر استعمال هم خبره کوي او وايي په دې هيواد کې فېس بک زيات کتل کېږي چې ۴.۳ کسان استعمالوي.

اداره په رپورټ کې وايي، له ۲۰۰۰ بيا تر ۲۰۰۸پورې په پاکستان کې د ميډيا د پراخيدو له وجې د صحافيانو تعداد له ۲۰۰۰ څخه ۱۷۰۰۰ ته رسيدلی دی.

خو رپورټ وايي، له دې سره د صحافت معيار هم راغورځېدلی دی. صحافيان په فرمائش د خبرونو چاپولو په بدل کې په رعايتي قيمتونو جايدادونه ، کاروباري ټيکی ، پرمټونه، د اوسيدو لپاره مفت ځايونه او تحفې ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG