د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي وزیراعظم ولس ته ویلي، تر عملیاتو مخکې دې وسله وال له فلوجې وباسي


پراګ - د عراق وزیراعظم نورالمالکي په فلوجه ښار کې پر ولس او قبایلي مشرانو غږ کړی دی چې د پوځي عملیاتو له پیله وړاندې دې له سیمې له القاعده سره تړاو لرونکي وسله وال وباسي.


په سرکاري ټیلي ویژن په یو بیان کې نوموړي زیاته کړې چې قبایلي مشران دې له حکومت سره ښار د القاعده له وسله والو د ازادولو لپاره مرسته وکړي.

وزیراعظم ویلي، دا خواست يې دې لپاره کړې دی چې ولسي وګړي له تشدد او تاوانونو څخه خوندي وساتل شي.

یو عراقي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي امنیتي ځواکونو د یو بل ښار رمادي واک ترلاسه کړی دی او وسله وال یې د هیواد مشرقي برخو ته تمبولي دي، هلته هغوی په جماتونو او کورونو کې پراته دي.

ځايي قبایلي مشران وايي، په فلوجه کې له ملایانو او سیمې له مشرانو سره خبرې اترې روانې دي چې وسله وال د عراق له اسلامي ریاسته وتلو ته اماده کړل شي.


ځواکونه دا وخت له فلوجې ګېر چاپېره ځای پر ځای کړل شوي دي.

د عراق وزیراعظم نورالمالکي پوځ ته ویلي چې د خلکو د استوګنې په ځایونو کې دې عملیات نه کوي.

د ګل پر ورځ د سپینې ماڼۍ له خوا وویل شول چې د عراقي ځواکونو قوي کولو لپاره يې د پوځي سامانونو د ور رسولو عمل ګړندی کړی دی خو عراق ته به امریکايي ځواکونه نه لیږدوي.

یوه ایراني چارواکي هم د عراق حکومت ته د دغه ډول مرستو وړاندیز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG