د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې هندوان د خپلو مړیو په سوځولو کې ستونزې لري'


دوې هندواڼۍ نجونه
دوې هندواڼۍ نجونه
د بريتانوۍ (ډيلي ميل) ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، په پاکستان کې، چې يو مسلمان هېواد دی، دغلته ژوند کوونکي هندوان د خپلو مړيو سوځولو لپاره د ځايونو د نيشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.

ليکنه زياتوي، په داسې حال کې چې ځينې هندوان او سکهان د خپلو مړيو سوزلو په خاطر سوونه کلوميټره سفرونه کوي، له نورو سره بيا کومه چاره نه پاتې کيږي، خو بس دا چې خپل مړي په زمکه کې ښخ کړي.

ورځپاڼې د يوه هندي تاريخپوه سريندر کوچار په حواله ليکلي چې، د پاکستان د جوړېدو نه مخکې، يوازې په لاهور ښار کې د هندوانو د مړيو سوزلو لپاره ۱۲ مخصوص ځايونه وو، چې اوس مهال ورڅخه يو هم شتون نه لري.

نوموړي دغه راز ويلي، د پاکستان جوړېدو پر وخت په ياد ښار کې ۱۲۰۰ هندو کورنيو ژوند کاوه، چې دا مهال دغه شمېر شپږو ته راټيټ شوی دی.

د ورځپاڼې ليکنه وايي، که څه هم د خيبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې مېشت هندوانو او سکهانو ته اجازه ورکړې چې خپل مړي خپلو عبادت خانو ته په نيږدې ځايونو کې وسوزوي، خو زياتوي چې د مذهبي اقليتونو ځايونه د پېښور د زمکو غاصبينو مافيا رالاندې کړي دي.
XS
SM
MD
LG