د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ما ووژنی خو دا کتابونه او مجسمه پرېږدی'


په پېښور کې د کتابونو یو نندارتون
په پېښور کې د کتابونو یو نندارتون
له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دي ايکسپريس ټرېبيون) په يوه ليکنه کې د هغو عواملو يادونه شوې ده چې له وجې يې د دغه هېواد اوسيدونکي د تېر ۲۰۱۳ م ز کال په اوږدو کې له وېرو ترهو سره مخامخ پاتې شول.

د ليکنې پيل د سوات د يوه ژبپوه پرويش شاهين له هغو خبرو شوی چې نوموړی پکې په سوات کې پر ده او د ده پر کتابتون د طالب وسله والو د شوې حملې ذکر کوي.

نوموړی وايي، ترهګرو ته مې وويل چې ما ووژنئ خو په ډېرو خوارو زارو جمع کړيو کتابونو او د بدمت له مجسمو سره مې کار مه لرئ.

ښاغلی شاهين زياتوي، طالبانو د ټوپکونو پر کونداخونو بد بد ووهلم، کتابونه يې راته وسوځول او مجسمې يې راماتې کړې.

په ليکنه کې راغلي، پرويش شاهين به هم د ملالې يوسفزۍ په څېر پر ده او د سيمې پر خلکو شوي د طالبانو ظلمونه په يوه کتاب کې چاپ کړي، خو هغه نيوکې چې د پاکستانۍ ټولنې لخوا پر ملالې او د هغې په پلار وشوې، ښايي دی هم ورسره مخامخ شي.

ليکوال وايي، د تېر ۲۰۱۳ م کال په اوږدو کې په پاکستان کې پر شويو پرمختګونو يې چې نظر وځغلاوه نو داسې هېڅ يوه موضوع ورته په لاس ور نغله چې ده پرې ليکنه کړی واۍ او په ترڅ کې يې لوستونکو ته د راتلونکي په اړه د خوشبينۍ یو احساس شوی واۍ.

ليکوال زياتوي، موږ ته ويل کيږي چې د پاکستان حکومت غواړي له طالب وسله والو سره خبرې وکړي، خو دا چې ايجنډا به يې څه وي؟ چا ته هم نه ده مالومه.

د ليکوال له ليکنې سره سم، که داسې وشي چې د دې خبرو په نتيجه کې د پاکستانيو ښځو پر فعاليتونو او يا هم د جينکو سکولونو ته په تګ بنديز ولګول شي، نو بيا خو ښکاره ده چې موږ ډېر څه له لاسه ورکوو.

او که له طالبانو سره د خبرو په غير موجودګۍ کې همدغسې د وېرې ترهې په حالت کې ژوند کوو، نو ويلای شو چې پرته له جنګ کولو مو جنګ بايلود.

په ليکنه کې د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان خبره راخيستل شوې چې وايي د پاکستان پر قبايلي سيمو کېدونکي ډرون بريدونه په دغه هېواد کې نور ترهګر زېږوي.

په ليکنه کې راغلي، دې حقيقت ته څوک نه ګوري چې د پاکستان پر خاوره ډرون حملې کېدل دغلته د انسانانو حلالولو د لړۍ له پېلېدو وروسته شروع شوي دي.

دغه راز هغه رپورټونه او څېړنې هم څوک په پام کې نه نيسي چې ښيي، په ډرون بريدونو کې زياتره بهرني ترهګر کسان وژل کيږي.

ليکنه دغه راز وايي، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو د ناټو د اکمالاتي لاريو د خيبر پښتونخوا لار تړلې ده. په ليکنه کې، دې موضوع ته په پام سره چې هم دغه لارۍ ښايي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د تجهيزاتو اېستلو لپاره کارول شوې واۍ، پوښتنه شوې چې آيا تحريک انصاف او ملګري ګوندونه يې نه غواړي امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي؟

ليکوال د ليکنې په پای کې وايي، يوه خبره چې غواړم په پاکستان کې د کېدونکي يوازيني مثبت پرمختګ په توګه يې ياده کړم، دا ده چې د پوليو ضد کمپاين يو کارکوونکی د دې هېواد يو ماشوم په غېږ کې ونيسي او ورته د دوو څاڅکو په ورکولو سره له يادې ناروغۍ څخه د هغه د ژغورلو هڅه کوي.
XS
SM
MD
LG