د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماما قدیر بلوڅ: د سیند ولس مو پراخ هرکلی کړی دی


د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره د روان اوږده لاریون ګډونوال
د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره د روان اوږده لاریون ګډونوال
کراچۍ: د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو په موخه له کوټې اسلام اباد ته روان شوی لاریون د سیند صوبې خېرپور ضلعې ته رسیدلی دی . ددغې لاریون مشري کونکی ماما قدیر بلوڅ وایي تر دې ځایې پورې د راتلو په مهال د سیند صوبې په وړو او لویو ښارونو کې یې هره ورځ په زرګونو خلکو ددوي هرکلی کړی دی .

ماما قدیر بلوڅ وویل د کراچۍ نه تر اسلام اباده د د لاریون په دویمه مرحله کې سیندحکومت دوي ته د کراچۍ څخه ۸۰ کیلومټیره لېرې د ټټې تر ضلعې سیکورټۍ ورکړې خو اوس نه یوازې ترې دغه سیکورټۍ بیرته اخیستل شوې ده بلکې پنجاب صوبې ته د نه داخلیدو ګواښونه هم ورته کیږي

ًریاستي ادارې نه غواړي چې زمونږ لانګ مارچ پنجاب ته ورسیږي. مونږ ځینې نامالومه کسان دمکیانې هم راکوي او سیکورټي هم له مونږ څخه اخیستل شوې ده . خو موږ ددې پروا نه کوو او خپل منزل اسلام اباد پله به خپل لاریون جاري ساتوً.

د ورک کړل شوو بلوڅانو د خوشي کولو لپاره د لاریون یو عکس
د ورک کړل شوو بلوڅانو د خوشي کولو لپاره د لاریون یو عکس
ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه ددوي سره په دې احتجاجي کاروان کې روانې زنانه او نارینه هره ورځ تر ۳۰ کیلومترو پورې لار په پښو وهي ، او دوي به په دوو ورځو د سیند صوبې لاړکانې ضلعې ته ورسیږي چې هلته به دوي په درناوي د سیندي ملت پاله ګوندونو لخوا جلسه جوړیږي .
ماما قدیر بلوڅ وویل دا مهال د سیند په داخلي سېمو سخته یخني ده چې له امله یې په ځینې لاریون کونکې زنانه او ماشومان ناروغه شوي دي

ًموږ سره په لانګ مارچ کې شاملې زنانه او ماشومان د یخنۍ له امله ناروغه شوي دي، ماښام او سهر مهال ډېره یخني وي خو زمونږ مورال لوړ دیً.

یاده دې وي د وایس فار بلوڅ میسنګ پرسن نومې تنظیم لخوا د ۲۰۱۳ کال اکتوبر پر ۲۷ نیټه د کوټې څخه د ورکو بلوڅانو لپاره لاریون شورو شوی دی . دغه شل کسیز لاریون ۷۳۰ کیلومیترو پر پښو تر مزل کولو روسته تېر کال د نومبر په ۲۳ نیټه کراچۍ ته رسیدلی و ، په کراچۍ کې تر څو ورځو د احتجاجي ناستې روسته د دسمبر په ۱۳ نیټه د یاد لاریون دویمه مرحله شوې ده .

په دې مرحله کې لاریون کونکو له کراچۍ تر خېرپوره نزدې ۶۰۰ کیلومیتره لار په پښو مزل ترسره کړی دی . دوي د ټټې،خېرپور،لاړکانې،شکارپور او کشمور څخه تیریږي او په راتلونکو دوه هفتو کې به د پنجاب ډېره غازي ته ننوزي . چې د هغې ځایې څخه دغه قافله پينډۍ او بیا خپل ټاکلي منزل اسلام اباد ته ځي.
XS
SM
MD
LG