د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو استازي دې هم له طالبانو سره په خبرو کې ورګډ کړل شي


پېښور - د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان مسود قبیلې پلاوي د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتي دي چې له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې دې د قبایلي سیمو استازي هم ورګډ کړل شي.


د اعلا وزیر پروېز خټک له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اعلا وزیر د مسود قبیلې مشرانو ته د پنجشنبې پر ورځ وویل، دی به د قبایلو استازو ته هم په خبرو کې ځای ورکوي.

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر اسد منیر مشال راډیو ته وویل، د قبایلو غوښتنه جایزه ده.

د ده په خبره، قبایلي خلک د هم هغو سیمو دي چې ورباندې وسله وال طالبان واکمن پاتې شوي دي.

((هغوی په هغو سیمو کې اوسي او هم هلته به اوسي. دا نور خلک هلته نه اوسي. سمیع الحق مولانا صاحب هم هلته نه اوسي. نو په کار ده چې دوی [قبایلیان] په دې خبرو کې وي. خو زما په فکر چې په پیل کې د دې لپاره څه تګلاره جوړه کړي چې په څه به خبرې کوو او په څه به یې نه کوو. د قبایلو له شاملولو بغیر به یو تړون یا لوظنامه هم نه چلېږي او نه به یې څوک مني.))

د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیر وايي، یوه لویه پوښتنه دا ده چې ((تاسې یو اړخ ته چې کوم ترهګر یا وسله وال دي، هغوی د مذاکراتو په بهیر کې حصه دار ګڼئ خو چې د چا د ځمکې لپاره د امن دا خبرې کېږي هغه پکې شامل نه دي نو په کار ده چې هم د هغو خلکو رایې او د هغو خلکو غړي او د هغو خلکو طریقه کار پکې په کار راوستای شي.))

سید نذیر زیاتوي چې د قبایلو له دود دستور سره سم باید د امن لوري ته ګامونه واخیستای شي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په وروستیو کې د جمیعت علمای اسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق ته له پاکستانیو طالبانو سره د خبرو دنده وسپارله او ورته یې وویل چې په دې لړ کې دې هلې ځلې تېزې کړي.
XS
SM
MD
LG