د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کومې بګن کالج ته استادان نه راځي


په کورمه ایجنسۍ کې د بګن ګورنمنټ ډګری کالج زده کونکي وايي چې د دوی په کالج کې اکثره استادان غیر حاضره وی چې له وجې د دوی پر سبقونو منفي آغیز غورځیدلې دې.

په کورمه ایجنسۍ کې د بګن ګورنمنټ ډګری کالج زده کونکي وايي چې د دوی په کالج کې اکثره استادان غیر حاضره وی چې له وجې د دوی پر سبقونو منفي آغیز غورځیدلې دې.


د زده کونکو په خبره چې دوی په همیشه خپل کالج ته ځي خو سبقونه په کې نوی.
د مندوري سیمې یو زده کونکي عالم خان اورکزې مشال راډیو ته وویل، چې امتحانونه یې په سر راغلی خو تیاریانې ورته نیشته ځکه چې ټول کوروسونه يې په نیم کې پاتې شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې کالج ته استادان نه راځي نو څوک یې هم پوښتنه نه کوي چې دا ولې نه راځي :

(( زموږ په سیمه کې ډګري کالج دې چې په کې تر ۲۰ پورې استادان دې خو په دیکې چې کم مقامي استادان دي نو هغه کالج ته راځي او چې کم غیر مقامي استادان دې نو هغه نه راځي، تر دې پورې چې د کالج مشر (پرانسپل) هم نه راځي او کالج د خدی په اثرې پریږداولې دې))

زده کوونکي وايي چې د امتحانونو پر وخت په کالج کې د نقلونه شرخ ډیره زیاته شوې ده ځکه چې د دوی د تعلیم ووضعه د ډیر وختونونه ښه نه ده.

د بګن سیمې محمد سلیم موږ ته وویل چې ده پر دې کالج کې سبق وویلي دې خو د خپل تعلیم نه مطمین نه دې ځکه چې په کالج کې به ورته سبقونه نه ښودلې کیدل:

(( کله نه چې په سیمه کې حالات کړکیچن شوي دي نو د هغې راهیسې استادان نه راځي، یوازې بابوګان (کلرک) ناست وي چې هغه د امتحانونو او د داخلو فارمونه او پیسې جمع کوي او بس نور ثه نه کوي. امتحانونو کې زده کونکي په آسانه نقلونه کوي. ډیر زیات په کالج آثر پریواتلې دې ځکه چې په کالج کې سبق نه ښودلې کیږی. ما د دې کالج نه ګریجویشن کړی دی خو زه اوس په سبق کې ډیر کمزورې یم ځکه چې یوازې مو په فرسټ ائیر کې کلاسونه اخستي او بیا مو د هغې نه پس کلاسونه نه دی اخستې ځکه چې استادان به نوو))

د کورم سټوډنټس آرګنائیزیشن یوغړې مجاهد خان وايي چې حکومت چارواکي دې موږ ته معیاري تعلیم راکړي او د هغو استادانو دې نوټس واخلي چې په کورونو باندې تنخوګانې اخلی:

(( زموږ مشرانو او د پولئيټیکل انتظامۍ له خوا پر استادانو باندې هیڅ فشار نیشته چې هغوی په صحی توګه ډیوټی وکړې او بله دا چې زموږ زیاتره خلک انپړه دی نو ورته دغه پته نیشته چې زموږ بنیادی حق څه دې. زه د پولټیکل انتظامې نه دغه غوښتنه چې د غیر حاضره استادانو پر خلاف دې ژر تر ژره کاروایانې وکړي.))

د کورمې ایجنسۍ پلانینګ افسر مفتح الله محسود وايي چې کوم سرکاري کس پله ډیوټی په صحې توګه نه کوي نو د هغې پر خلاف به سخت ګام اخستلې شي:

(( موږ په دیکې کمېټۍ جوړې کړې ده چې هغوی به د استادانو د ډیوټی جاج اخلي او بله دا چې موږ ایجوکیشن افسر ته په رسمي توګه وویلي دي چې تاسو په با قاعده توګه د تعلیمي ادارو دورې کوي او چې کم سرکاری استاد خپله ډیوټي نه کوي نو د هغه خلاف ګام اوچت کړې، د هغه تنخوا بنده کړې او که کېدای شي نو د نوکرې نه یې وباسي. په دغه کې دې چا سره هم نرمي ونه کړې شي ))

ووضحه دې وی چې په سیمه کې د لسم امتحان د پاس کیدو وروسته د بګن ډګري کالج نه علاوه داسې بله تعلیمي اداره نیشته چې زده کونکي په کې تعلیم حاصل کړي.

د سیمې خلک وايي چې موږ خپل ماشومان له دې لپاره په دې کالج کې داخل کړي دي چې ښه تعلیم حاصل کړي، خو دغه بنیادي خواهش به ددوی تر هغه پورې پوره نشي چې تر څو پورې په کالج کې تعلیمې ووضع ښه شوي نوي.
XS
SM
MD
LG