د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د خبریال وژنې پر ضد مظاهره شوې ده


کراچۍ - د زیارت په ورځ د کراچۍ د خبریالانو اتحادیې ((کراچي یونین اف جرنلېسټس)) او کراچۍ پرېس کلب په ګډه د وژل شوي خبریال شان ډر د قتل پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.


په مظاهره کې ګڼ شمېر خبریالانو ګډون کړی وو. مظاهرینو د خبریال شان ډر د وژونکو د نیولو غوښتنه کوله او د خبریالانو د وژنو پر ضد یې شعارونه ورکول.

مظاهرې ته په وینا کې د کراچۍ د خبریالانو د اتحادیې مشر جي ایم جمالي وویل په پاکستان نوی کال د یو خبریال له وژلو پیل شوی دی:

((د نوي کال په لومړۍ ورځ زموږ خبریال ملګری ووژل شو. موږ په پاکستان د خبریالانو د وژولو په سختو ټکو کې غندنه کوو. د افسوس خبره دا ده، هر کال دلته خبریالان یوازې په دې وجه وژل کېږي چې دوی ریښتیا وایي. خو حکومت تر اوسه د یو خبریال د وژنکو په نیولو کې هم بریالی نه شو. په لاړکانه وژل شوی زموږ خبریال ملګری تر ډېره وخته ژوبل وو، خو په هسپتال کې د هغه درملنه ونشوه او هغه مړ شو. له خبریالانو سره په ټول پاکستان کې د حکومت له خوا ترسره کېدونکې رویه د غندنې وړ ده.))

شان ډر په کراچۍ ښار کې تر ډېرې مودې د اردو او سېندۍ ژبې له ټي وي چینلونو سره کار کړی دی. نوموړی اوس مهال د اردو ژبې له ټي وي چینل (اب تک) سره د کار کولو لپاره د سېند صوبې لاړکانې ښارګوټي ته منتقل شوی وو.

د سیمې پولیس وایي، خبریال شان ډر د جنورۍ په لومړۍ نېټه له نامالوم لوري څخه په راغلې ګولۍ لګېدلی دی چې لومړی هغه زخمي وو او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پاکستان خبریالانو د مرکزي اتحادیې پخوانی مشر مظهرعباس وایي، داسې نه ښکاري چې شان ډر دې په هوایي ډزو کې وژل شوي وي، پکار ده چې د دې پېښې په اړه کره پلټنې وشي:

((په پاکستان کې تر اوسه د وژل شویو خبریالانو پلټنې نیمګړې پاتې دي. که د سلیم شهزاد د وژنې کېس دی که د ولي خان بابر او یا نورو خبریالانو، تر اوسه دغه پلټنې منطقي انجام ته نه دي رسېدلي. په پاکستان کې مخکې هم داسې شوي دي چې د خبریالانو د حادثو په شکل کې له منځه وړل شوي دي، د شان ډر د وژنې پېښې ته هم د حادثې د رنګ ورکولو کوشش کېږي.))

یاده دې وي تېر کال په پاکستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي ول. په ۲۱۰۲ز کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۶ وو.

د سېند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شاه په لاړکانه ښار کې د خبریال شان ډر د وژنې نوټس اخیستی او د دې پېښې په اړه یې د پلټنو حکم کړی دی.
XS
SM
MD
LG