د افغانستان کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وايي، هغه اندېښنې بې ځایه دي چې د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته به په هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شي.
پرون په کابل کې د شا و خوا ۵۰۰ ملي پولیسو فراغت غونډې ته د وینا پر وخت د کورنیو چارو وزیر ۲۰۱۴ز کال له ۱۹۱۹ز کال سره پرتله کړ او مهم یې وباله.
داودزي زیاته کړه چې افغان ملي سرتېري د هیواد امنیت چارې سمبالولو پوره وړتیا لري. شنونکي او ځینې غربي هیوادونه اندېښمن دي چې د روان کال تر پایه له هیواده د بهرنیو جنګي سرتېرو وتل ښايي په هیواد کې د امنیت وضع خرابه کړي.