د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ګلفروشان په ژمي کې د نرګسو غونچې خرڅوي


که ننګرهار د سپرلي په موسم کې د نارنجو په ګلونو معطر وي، نو د ژمي موسم کې د نرګس په زړه راښکوونکي خوشبو او ګيډيو ښکلي وي.

که ننګرهار د سپرلي په موسم کې د نارنجو په ګلونو معطر وي، نو د ژمي موسم کې د نرګس په زړه راښکوونکي خوشبو او ګيډيو ښکلي وي. د نرګس ګلونه د ننګرهار په بيلابيلو کليو کې کرل کيږي او بيا يې ګڼ شمير ګلفروشان د ښار په چوکونو ګرځوي او خلک يې هم په ډيره مينه په بيه اخلي.


که ننګرهار ته د علم او ادب زانګو ويل شوی نو په ډيرو مواردو کې ورته هميشته بهار هم ويل شوی او دا ځکه چې د کال په څلورو موسمونو کې په ګلان پيدا کيږي.

د ژمي په موسم کې د ګڼ شمير ګلان فروشان د نرګس ګلونه جلال اباد ښار ته راوړي او مينه وال يې په ډيره مينه په بيه اخلي.

د رحيم جان په نوم يو تن چې د خوګياڼو ولسوالۍ نه هر ورځ جلال اباد ته د نرګس ګلونه د خرڅلاو لپاره راوړي، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( د نرګس ګلان مې د دې لپاره راوړي چې دا خلک شوقيان دي، بس دا ګلان اخلي. ورځ کې موږ دوه سوه يو نيم سل غونچې راوړو، دې مخابراتو چوک کې ودريږو، د کابل هډې ته ځو دا خلک يې کابل تحفي وړي، تورخم هډه کې ودريږو هلته نه يې خلک پيښور ته وړي، مقصد دا ډير نمايشي ګل دی، ښايسته ګل دی.))

په خوګياڼو کې د مملې په نوم باغ چې مغل باچا ظهيرالدين بابر خپلې لورته جوړ کړی و، د نرګسو په ګلونو اوس هم مالامال دی، دا چې اوس هم د مملې له باغ څخه نرګس راوړل کيږي او څنګه، دا پوښتنه رحيم جان دا رنګه ځوابوي.

(( فعلاٌ د مملې ګلان بند دي، دا دا خلکو چې ديرو کې چې کرلي دي، مقصد چا سره لس غونچې، چا سره شل غونچې بس ګرځو ورپسې اخلو يې او دلته يې راوړو. اوس فعلاٌ چې دی، د مملې باغ سره مخالفين زيات دي او دا ګلان چې دي، نه يې راپريږدي چې موږ يې ښار ته راوړو.))

او چې د نرګسو د ګلو ګيډۍ په څو روپيو پلورل کيږي، رحيم جان يې راته وايي:

(( هلته موږ له اوس دا يوه ګيډۍ په اويا روپۍ راکوي، خو دا لږ زحمت هم غواړي جوړونه يې. او دا کرايه چې پرې حساب کړو، دلته اتيا پينځه اتيا روپۍ تماميږي. او دلته يې دا وړې ګيډۍ په سل روپۍ خرڅوو او غټې يې په يو نيم سل روپۍ.))

د نرګس په اړه د يونان په ديومالايي کتاب کې راغلي چې په يوه ښايستوکي هلک يوه جينۍ مينه شوې وه خو هلک به د جينۍ مينې ته هيڅ پام نه اړولو. ويل کيږي چې جينۍ هلک ته د زړه له تله ښيرا کړې وه.

يوه ورځ چې هلک د چينې غاړې ته ورغلی و، نو خپله څيره يې د چينې په اوبه کې ليدلې وه او په خپل ځان دومره مين شوی و چې بې هوشه شوی و او چينې ته غورځيدلی و. له دې ورځې وروسته بيا هلک چا نه و ليدلی خو کال پس چې هلک په کوم ځای ولاړ هلته د نرګس ګل راشين شوی و.
XS
SM
MD
LG