د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې په ولګاګراد کې چاودنه، ۱۴ کسان ووژل شول


مسکو - د دوشنبې ورځې چاودنه د روسيې په جنوبي ښار ولګاګراد کې په يوه برقي بس کې وشوه، چې ١٤ کسان يې ووژل.


پرون بيا د ولګاګراد د رېګاډو په عمومي تمځاى کې ظاهراً په يوه ځان وژونکي بريد کې ١٧ کسان ووژل شول.

تر دغو دوو پېښو وروسته د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ټول هېواد کې د شديدو امنيتي تدابيرو امر وکړ.

د روسيې د تحقيقاتو کمېټې يوه وياند ولاديمير مارکين په يوه اعلاميه کې وويل، څېړنې ښيي چې پرونۍ او نننۍ حملې به په ګډه پلان شوې وي.

تر اوسه چا د دې حملو مسووليت نه دى منلى، خو څېړونکي شک لري چې ښايي د شمالي قفقاز سخت دريځي وسلوال به په کې لاس لري.

راپورونه وايي د روسيې په پلازمېنه مسکو کې هم سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د روسيې د صدراعظم مرستيالې ولګا ګولوديڅ د روسيې له يوه ټلويزيون سره د نننۍ چاودنې په اړه خبرې وکړې:

”د يوه ټپي شوي ماشوم له کبله په سخت وضعيت کې راښکېل يو. روغتيايي ماهران وايي چې دغه ماشوم به اته مياشتنى و. لا يې نه پوهېږو مور و پلار يې څوک دي. موږ شک لرو چې دوى به په برقي بس کې د چاودنې په نتيجه کې وژل شوي وي. دغه ماشوم ته تر ممکنه حده روغتيايي څارنه برابره شوې ده. د هغو کسانو له کبله هم په سخت وضعيت کې راګير يو، چې د اکثرو صحي وضعيت نازک دى“

کريملين وايي، ولسمشر ولاديمير پوتين نن د امنيتي خدماتو د فډرالي ادارې له مشر الکساندر بورت نيکوف سره بېړنۍ غونډه درلوده.

ولګاګراد ښار چې مخکې يې نوم سټالينګراد وو، له سوچي ښار څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې دی.

ټاکل شوې د راتلونکي کال د المپيک ژمنۍ مسابقې په همدې ښار کې وشي.

په سويس کې د المپيک نړيوالې کمېټۍ يوه وياند د روسيې د وروستۍ بمي چاودنو د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې روسيه به وکړاى شي، د راتلونکي کال د المپيک مسابقې امن وساتي.

د المپپيک نړيوالې کمېټۍ يا IOC وويل: ”له بده مرغه چې ټروريزم يوه نړيواله پديده ده، چې هېڅ سيمه ورڅخه خوندي نه ده.“

دغه اداره وايي: ”د المپيک مسابقو د امن ټينګښت د کوربه هېواد مسووليت دى، بې له شکه چې روسي چارواکي کولاى شي، د دې مسووليت تر عهدې ووځي.“

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG