د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویز مشرف وايي دده سره ناوړه سلوک کیږي


له امریکا څخه خپریدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه ليکنه کې د پاکستان د پخواني پوځي واکمن او ولسمشر پرويز مشرف خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د پاکستان طاقتور پوځي اسټيبلشمنټ په هغه برخورد چې د دې هېواد حکومت يې له ده سره کوي، خپه دی.

ورځپاڼه زياتوي، نوموړي البته د تېر اتوار ورځې په خپلو خبرو کې و نه ويل چې د پاکستاني پوځ اوسنی مشر جنرال راحيل شريف د ده پر ضد له ملک سره د غدارۍ د راوړل شوې دوسيې په اړه څه نظر لري ؟

مشرف وويل چې هغه جنرال شريف د يو روغ معامله کوونکي په توګه پېژني او احترام ورته لري.

ورځپاڼه کاږي، پرويز مشرف زياتې نيوکې د پاکستان سپريم کورټ پر پخواني مشر افتخار چودري وکړې او و يې ويل چې هغه له چيف جسټسه زيات د عدليې د حقونو يو فعال و.

XS
SM
MD
LG