د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه: پولیټکل انتظامې ځايي خبریالانو ته دهړکې ورکړې دي


د جنوبي وزیرستان نقشه
د جنوبي وزیرستان نقشه
د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه خبریالان وايي ، پولیټکل انتظامې دوی ته د بندي کولو او مرګ دهړکې ورکړې دي.

د واڼه خبریالان تور لګوي چې د پولیټکل انتظامې چارواکي له دوی غوښتنه کوي چې دوی دي د هغوی پر ضد ً له زیات لیکلوً ډډه وکړي.

د واڼه د پریس کلب مشر زرداد وزیر مشال راډیو ته وویل چې د دوی یو خبریال ملګري ته د پولیټکل انتظامې له خوا د مرګ دهړکه ورکړل شوېده.

د یاد پریس کلب جنرل سیکریټري ادم خام وزیر بیا وايي چې په قبایلي سیمو او په خاصه توګه جنوبي وزیرستان او واڼه کې د پولیټکل انتظامې چارواکي د خپلو ً غلاووً د پټولو لپاره خبریالانو ته ګواښونه کوي.

د خبریالانو دې تورونو ته د ځواب لټولو لپاره موږ د واڼه مرستیال پولیټکل ایجنټ شاهدعلي ته ټلیفون وکړ خو هغوی نه یوازې له ځواب ویلو ډډه وکړه بلکې ټلیفون یې هم بند کړ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG