د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان د شوروي یرغل او د امین رژیم نسکورول


ببرک کارمل
ببرک کارمل

حفیظ الله امین او ببرک کارمل په خلق ګوند کې دننه د دوو مخالفو ډلو مشران و، خو پر امین تور ولګول شو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای اې اجنټ دی.

نن د مرغومي (جدي) شپږمه یا ۲۷ ډیسېمبر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل څلوردېرشمه کلیزه ده.


د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر شپږمه نېټه (۱۹۷۹) د پخواني شوروي سرو پوځونو د خلق ډیموکراټيک ګوند په مشرۍ د حفیظ الله امین رژیم نسکور کړ او د ببرک کارمل په مشرۍ نوی حکومت یې واک ته ورساوه.

امین او کارمل په خلق ګوند کې دننه د دوو مخالفو ډلو مشران و، خو پر امین تور ولګول شو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای اې اجنټ دی.


له هاغه راهیسې د مرغومي شپږمه( ۲۷ ډیسېمبر) هرکال په افغانستان کې د یوې تورې ورځې په نامه یادېږي.

له کابله د مشال خبریال معصوم پښتون ګزارش

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG