د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ډرون بریدونو پر ضد احتجاج


کوټه: د تحریک انصاف په مشرۍ د ناټو رسد ګاډو پر ضد احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

په قبایلي سیمو کې د امریکايي ډرون بریدونو پر ضد په دې احتجاج کې ګډونوالو شعاورنه ورکړل، چې هر څوک چې د امریکا ملګری وي، د دوی په خبره غدار دی.

د تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګونددونو په کوټه کې د زیارت/ پنجشنبې پر ورځ د پاکستان په قبايلي سیمو کې د ډرون بریدونو پر ضد احتجاج کړی، او د احتجاج په توګه يې د ناټو د اکمالاتي لاريو پرمخ په خېزيي چوک، لاره وتړله. که څه هم د زیارت پر ورځ د ناټو اکمالاتي موټرې د همدې احتجاج له امله په خیزيي څلور لارې تېرې نه شوې، خو د يادو ګوندونو په خبره په کوټه کې دا احتجاج به يې د زیارت ورځې تر ماښامه پورې وي.


د پاکستان تحریک انصاف د بلوچستان صدر قاسم خان سوري په دې احتجاج کې مشال راډيو ته وویل؛ امریکا بايد په قبايلي سیمو کې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه بند کړي، ځکه چې دده په خبره له دې بریدونو سره په سیمه کې توندلاريتوب نور زیاتېږي؛.

؛لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده چې امریکا په پاکستان کې ډرون بریدونه کوي، او دا بريدونه د پاکستان د سالميت خلاف ورزي کوي. او زموږ بې ګناه وګړي وژل کېږي. زموږ خويندي ميندي په کې وژل کېږي. موږ دا وايو چې دا بریدونه باید بند شي، ځکه چې له دې سره په پاکستان او سیمه کې توندلاریتوب نور زیاتېږي؛.

په قبایلي سیمو کې د امریکايي ډرون بریدونو پر ضد په دې احتجاج کې ګډونوالو شعاورنه ورکړل، چې هر څوک چې د امریکا ملګری وي، د دوی په خبره غدار دی. د جمعیت علماء اسلام نظرياتي ډلې له يوه سیاستوال مولانا عبدالقادر لوڼي څخه مې وپوښتل. آيا پاکستان د امریکا ملګری نه دی؟ لوڼي يې په ځواب کې مشال راډيو ته وویل

؛ موږ ددې هروخت غندنه کړې ده. نن يې هم غندنه کوه. د پاکستان واکمن بايد د پاکستان د وګړيو حفاظت وکړي. نه دا چې په ډالرو يې خرڅ کړي. ځکه موږ ته د ډالرو ضرورت نشته. بلکې موږ ته د عزت نفس ضرورت دی؛.

په دې احتجاج کې د جمعیت علماء اسلام نظریاتي او تحریک انصاف سره سره د جماعت اسلامي ګوند کارکوونکو هم ګډون درلود. د ياد ګوند له صوبايي امیر عبدالمتين اخوندزاده څخه مو پوښتل، ځيني سیاستوال وايي په قبايلي سیمو کې چيجن، ازبک او عرب وګړي دي، چې په غیرقانوني توګه هم هلته راوستل شوي دي؟ که امریکا ستاسو په خبره په غیرقانوني توګه پرې بريدونه کوي، نو آيا سم نه دي؟ اخوندزاده يې په ځواب کې وویل

؛ پاکستاني واکمنو او د پاکستان پوځ دا مجاهدين راوستلي وو. د روس په ضد په جګړي کې...هغه وخت خو دوی دا د ویزو مسله نه وه. او نن که دا بلکې نن به هم موږ افسوس نه کاوو، چې زموږ خلکو د عقیدې او د قومي غیرت په بنیاد فیصله کړې وای؛.

بلخوا د بلوچستان صوبې د اطلاتو وزیر عبدالرحيم زیارتوال بیا مشال راډيو ته وویل په کوټه او پېښور کې د ناټو د اکمالاتي لاريو پر مخ لارې تړل، دا له پښتنو او پښتون مېشتو سیمو سره یو سازش دی، چې د ده په خبره که يې دا ګوندونه په رښتيا هم بندول غواړي، نو د کراچۍ په بندر کې دې يې بنده کړي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال:

؛ د ناټو دا سامان لومړی د کراچۍ بندر ته راځي. او له هغه ځايه بیا دا سامان په کنټيرو کې د کوټې او پېښور پر لارو په تورخم او چمن باندې افغانستان ته وړل کېږي. ته وګوره هلته چې په کراچۍ بندر دا سامان راځي، هيڅ خبره نه ده. چې په نور وطن کې په کومو لارو تېرېږي، هيڅ خبره نه ده. خو چې پښتونخوا ته راشي، نو بیا يې د پر ضد احتجاج کوي. که يې په سهي مانا بندول غواړي نو په کراچۍ کې دي ددې سامان راوړل بند کړي؛.

د عبدالرحيم زیارتوال په زیاته کړه ياد ګوندنه بايد دا سازش پرېږدي او ددوي خاوره د افغانستان پر ضد استعمال نه کړي.

د یادولو وړ ده چې تردې وړاندې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د ډرون بریدونو پرضد تحریک انصاف او جماعت اسلامي يوه میاشت وړاندې په خیبرپښتونخوا کې د ناټود اکمالاتي لاريو پر مخ لاره تړلې، خو په کوټه کې يې اوس يواځې د يوې ورځې لپاره دا احتجاج کړی، چې ددوي په خبره تردې وروسته به يې د بلوچستان په نورو سیمو کې دې احتجاج ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG