د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ګوزڼ ناروغۍ وایرس نړۍ ګواښوي


ډان ورځپاڼه لیکي، قبایلي سیمې، کراچۍ، کوټه او شا و خوا سیمې او د خیبر پښتونخوا مختلفې برخې د پولیو ناروغۍ تر ټولو زیاتې ځپلې دي.

ډان ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې سږ کال (۲۰۱۳) په ۷۷ کسانو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ وایرس پیدا شوی دی. دا د تېر کال پرتله زیات کسان دي چې ګوزڼ وهلي دي. تېر کال په دې هیواد کې ۵۸ کسان پولیو ناروغه کړي ول.


د ورځپاڼې په خبره، په پاکستان کې د تېر کال (۲۰۱۲) جون له میاشتې راهیسې ۱۵ لکه ماشومان د پولیو له خطر سره مخامخ دي. په دوی کې یوازې ۲۹۰۰۰۰ ماشومان د شمالي او جنوبي وزیرستان دي؛ دا هغه سیمې دي چې پکې وسله والو د پولیو مخنیوي پر څاڅکو بندیز لګولی دی. د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې په پاکستان کې د پولیو مخنیوي واکسینو پر ورکوونکو په حملو کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. په دوی کې امنیتي سرتېري هم شامل دي چې د پولیو مخنیوي کیمپېن ډلو ساتنه یې کوله.

ډان ورځپاڼه لیکي، قبایلي سیمې، کراچۍ، کوټه او شا و خوا سیمې او د خیبر پښتونخوا مختلفې برخې د پولیو ناروغۍ تر ټولو زیاتې ځپلې دي. په دې سیمو کې د پروپاګنډې له کبله د پولیو مخنیوي واکسین نشي ورکول کېدای. لکه دا ویل کېږي چې دا څاڅکي په اسلام کې نه دي روا او یا هم د اسامه بن لادن تر پېښې وروسته وسله وال وايي، د پولیو مخنیوي واکسین ورکوونکي کسان د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې کارکوونکي دي. د دې له کبله دا ډېره ګرانه شوې ده چې پاکستان له پولیو پاک کړل شي.

ډان ورځپاڼه لیکي، دا خو د پاکستان حال دی. پولیو ناروغي له پاکستانیو پولو وتلې ده. د ناروغۍ په ختمولو کې د پاکستان نه لېوالتیا او د حکومت بې کفایتي د دې سبب شوې ده چې اوس د نړۍ هیوادونو ماشومان د دې ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي. په تېرو دوو کلونو کې له پاکستانه د ګوزڼ وایرس د نړۍ بېلا بېلو هیوادونو ته رسېدلی دی.

تېر کال په جنورۍ کې په چین کې ۲۱ ماشومان ګوزڼ ووهل. په ځپل شویو ماشومانو کې د پاکستان وایرس وموندل شو. همدا وایرس په مصر، فلسطین او اسراییل کې هم وموندل شو او هلته حکومتونو د ناروغۍ مخنیوي واکسیني کیمپېنونه پیل کړل. په شام یا سوریه کې ۱۷ ماشومان ګوزڼ ووهل چې وایرس یې له پاکستانه ورغلی وو. د دې له کبله په نړیواله توګه د پاکستان په اړه اندېښنې پیدا شوې.

دې عواملو ته په کتو کې د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو اېچ او اعلان وکړ چې که پاکستان تر ۲۰۱۵ز کاله ګوزڼ ناروغي ختمه نه کړه نو پر وګړیو یې د نړیوال سفر بندیز لګېدای شي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي، د همدې خطر له کبله هند تر جنورۍ ۲۰۱۴ وروسته د پاکستانیانو هغې هیواد پر ورتګ بندیز لګولای دی. یوازې هغه پاکستانیان کولای شي هند ته ولاړ شي چې د پولیو مخنیوي واکسینو پاڼه ورسره وي.
XS
SM
MD
LG