د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۱۴م کال د غني خان په نوم


پښتون شاعر غني خان
پښتون شاعر غني خان
پراګ : په خېبر پښتونخوا کې لیکوالو او شاعرانو راتلونکی کال پښتون شاعر غني خان ته د عقیدت او پېرزونې ډالۍ کولو ته ټاکلی دی. د پښتو ژبې نومیالی شاعر، انځورګر او مجسمه ساز غني خان په 1914م کې زږېدلی او په 1996 کې وفات شو.

د غني خان د زوکړې پر سل کاله اوښتو سره د شاعر او لیکوال امجد شهزاد په مشرۍ کې یوې کمېټۍ د راتلونکي ۲۰۱۴م کال په اوږدو کې د هغه په یاد کې د نمانځنغونډو، تقریبونو او سیمنارونو جوړولو تابیا کړې ده.

امجد شهزاد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ً په ټوله دنیا کې ژوندي قامونه خپل اتلان، خپل شخصیات لمانځي په مختلفو طریقو چې خپل قام، خپل ولس ژوندی و ساتي او هغوي ته د خپل تاریخ، خپل ثقافت دور وښيي، او د هغې لپاره چې کومو خلکو کار کړی او ژوند يې وقف کړی دی، د هغوي له کاره ېې خبر کړي. 2014م کې د غني خان د زوکړې سل کاله پوره کیږي. نو موږ او زموږ څو ملګرو دا خبره وکړه ، چې ډېر ورته خوشحاله شو او عملي کار مو شورو کړً .

د امجد شهزاد په خبره د دې تقریباتو د نمانځلو په مقصد دوي کمیټۍ جوړې کړې دي چې په ملک کې دننه او بهر ېې غړي کار کوي.

دا چې دوی به غني خان ته د عقیدت وړاندې کولو او د هغه د یاد ژوندي ساتلو لپاره په خاصه توګه څه ډول فعالیتونه کوي؟

امجد شهزاد زیاته کړه ً موږ غواړو چې په ټوله دنیا کې موږ دغه رنګ نمانځنغونډې وکړو. د هغې لپاره موږ یوه خاکه جوړه کړې ده. دلته په پېښور، کراچۍ، کوټه او سوات او د پاکستان په نورو وړو او لویو ښارونو کې موږ کوشش کؤ چې علمي سیمنارونه وکړو او دې ته هغه پوهان، دانشوران را وغواړو چې په غني خان پوه وي، د هنرمندانو لپاره مو یو جدا ځای پرېښی دی. د موسیقۍ غونډې به وي پکې او ورسره به د آرټ نندارتون وي، د پېښور په نشتر هال او د چارسدې په غني ډېره کې. یوه مشاعره به هم لرو. د دغو کلیزو تقریباتو یو خپل کلینډربه وي چې په هغې کار روان دی ً .

امجد شهزاد پر مخ وویل چې دوي افغانستان ته هم دوره کړه ده چیرې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوي ته ډاډ ورکړی دی چې په کابل ، ننګرهار او کندهار کې به غونډې کیږي او د حکومت له طرفه به د غني خان په نوم یوه سرکاري جایزه هم اعلان شي.

د امجد شهزاد په وینا ، د دوي کمیټۍ به د خېبر پښتونخوا د حکومت د کلتور له وزیر سره هم ویني او دا غوښتنه به کوي چې په با ضابطه ډول راتلونکی کال د غني خان په نوم اعلان کړي او د هغه یو یادګاري ډاک ټکټ هم جوړ کړي.

پښتون آرکیټیکټ او کارپوه شوکت شرر په موجوده دور کې د غني خان د پیغام د اهمیت په اړه وايي چې د نوموړي په نوم د یو کال له نمانځلو سره به نړۍ ته هم د پښتنو په حقله یو مثبت پیغام ورکړل شي.

شوکت شرر وویل ً د پښتنو په تخلیقي ادب کې د غني خان ډېر لوړ مقام دی. او زه به دا ووایم چې پر عالمي سطح په موجوده تهزیب کې یو مشهور نوم د غني خان دی. هغه په خپل انداز کې سوچ او فکر ولس ته وړاندې کړی دی، او د پښتنو لپاره د دې اهمیت په دې ډېر زیات دی چې په پښتنو کې د فکر د لحاظ سره ډېرې پابندۍ وي. دا غني خان و چې دغه پابندۍ ېې یو طرف ته اېښې وې . د هغه په یاد کې که دغه دستورې و لمانځل شي نو زما خیال دی چې له دې سره به د پښتنو چې کوم تصویر په نړۍ کې جوړ دی ، نو هغوي ته به هم مالومه شي چې دا معاشره ترهګره نه شي کیدایً.

د غني خان د نمانځلو لپاره د جوړې شوې کمېټۍ غړې او د ټولنې د ښېګړې لپاره کار کوونکې پښتنه مېرمن عزرا نفیس یوسفزۍ وايي چې پښتنې ښځې په ټولنه کې د غني خان پېغام په ښه ډول پر مخ وړلای شي.

مېرمن عزرا نفیس یوسفزۍ زیاته کړه چې ً د غني خان په شاعرۍ کې له انسانست سره د میني، د زغم او هر انسان ته په ټولنه کې د یو مقام ورکولو درس لیدل کېږي. زما په خیال ښځه د کور او معاشرې په جوړولو کې ډېر مهم کردار ادا کوي. د غني خان په شاعري کې چې کومې خبرې په ګوته شوي دي، زما په خیال په ښه ډول هغه پر مخ بیولای شي ً.

غني خان د پښتون مبارز خان عبدالغفار خان (باچا خان) زوی وو.
XS
SM
MD
LG