د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د مړو شمېر ۴۴ شو ، پر ګرځېدو بندیز دی


د میرعلي بازار یوه کوڅه
د میرعلي بازار یوه کوڅه

په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جمعه په ورځ څلور نور کسان وژل شوي دي. ځايې خلک وايې چې د چارشنبې له ورځې راهيسې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ګوله باریو کې شاوخوا څلور څلوېښت ولسي وګړي وژل شوي دي.

په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جمعه په ورځ څلور نور کسان وژل شوي دي. ځايې خلک وايې چې د چارشنبې له ورځې راهيسې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ګوله باریو کې شاوخوا څلور څلوېښت ولسي وګړي وژل شوي دي.

په ميرعلي کې لا هم پر ګرځېدلو بندیز یا ً کرفيو ً لګيدلې ده خو پرون یو څه نرمي په کې شوې وه چې خلکو خپل مړي او زخميان و اېستل.

ځايي خلک وايي چې دوی مړي خاورو ته سپارلي دي. پاکستانیو ځواکونو هغه وخت د شمالي وزیرستان پر ميرعلي او شاوخوا کلیو د توپو د ګولیو او نورو توغنديو ویشتلو لړۍ پیل کړه چې وسله والو طالبانو د چارشنبې په ورځ په ځانمرګي بريد کې څلور پوځيان ووژل.

پوځ د ولسي وګړو د وژل کيدو په اړه څه نه دي ويلي خو ادعا کوي چې دوی اوويشت وسله وال وژلي دي.

د انصارالمجاهدین ویاند ابو بصیر له نامالومه ځایه د ټلیفون پر کرښه مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځ په بمباریو کې یو وسله وال هم نه دی وژل شوی بلکې ټول یې عام خلک وژلي دي.

طالب ویاند دا هم وویل چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د ډرون په نامه سیاست کوي او په شمالي وزیرستان کې د ولسي خلکو پر وژنه خاموش دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG