د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سعودي کې قېد پاکستانيانو لپاره هلې ځلې کوو'


د پاکستان خارجه دفتر ویانده تسنیم اسلم
د پاکستان خارجه دفتر ویانده تسنیم اسلم

تسنيم اسلم زياته کړه چې پاکستان هغه د افغان ولسمشر په خواست خوشې کړی دی چې مقصد یې امن او مفاهمتي عمل تيزول دي او په تېرو ورځو کې د سولې سترې شورا يوه پلاوي له هغه سره ملاقات هم کړی دی.


اسلام اباد کې د اونيزې خبري غونډې دوران دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وينا وه چې په سعودي عرب کې په غېر قانونه توګه مېشت خلکو ته د سعودي او پاکستان حکومت او هلته د پاکستاني سفارتخانې لخوا بيا بيا په مختلفو ذريعو ويل شوي وو چې خپل کاغذونه سم کړي او په سعودي عرب کې خپله اېسارتيا قانوني کړي. او له دې لارې نژدې اته لاکه خلکو خپل ځان ريګولر کړو، البته لرې پرتو خلکو ته دا پېغام نه وو رسېدلی يا ځینې خلک چې زړه کې ويرېدل هغوي خپل کاغذونه سم نه کړه او داشان يو شمير خلک سعودي حکومت اونيول چې پکې ځینې پاکستانيان هم دي،دا وخت جيلونو کې دي.


د اغلې په خبره پاکستاني حکومت او سعودي عرب کې دپاکستان سفارت کوشش کوي چې ددغه پاکستانيانو کاغذونه برابر کړي او دوي لپاره د کار روزګار موقعې پېدا کړي او که داسې نه وي نو بيا به داخلک په عزت سره خپل وطن ته بېرته راوستل کېږي.

د پاکستان ايران ګېس پائپ لائن پحقله د يو تپوس په جواب کې وياندې وويل چې دا د پاکستان لپاره لوی اهميت لري او هېله ده د ايران او نړيوالو طاقتونو ترمنځ له مذاکراتو سره به د جوهري مسلې هم څه حل راوځي.

د دې په خبره پاکستان د دغې منصوبې لپاره فنډ برابرولو لړ کې په مختلفو چارو غور کوي.
د ملابرادر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم زياته کړه چې پاکستان هغه د افغان ولسمشر په خواست خوشې کړی دی چې مقصد یې امن او مفاهمتي عمل تيزول دي او په تېرو ورځو کې د سولې سترې شورا يوه پلاوي له هغه سره ملاقات هم کړی دی.

د نوموړې په خبره د پاکستان او امريکې تعلقات چې د سلاله پېښې روستو خراب شوي وو اوس سم اړخته روان دي او د ورکنګ ګروپ غونډي کېږي، او هر کله چې د پنځه واڼو ورکنګ ګروپونو غونډې اوشوې د هغې روستو به په وزارتي کچ سټراټېجک مذاکرات کولې شي.
مېرمن تسنيم اسلم پخلې اوکړو چې د روانې مياشتې په څليرشتمه نېټه به د پاکستان او هند DGMOs ملاقات کوي. او دا چې د دواړو ملکونو ترمنځه اوس په پوله حالات قابو کې دي.
XS
SM
MD
LG