د شمالي وزیرستان خلکو او زده کوونکو د پېښور پرېس کلب او د ګورنر هاوس مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او په میرلي کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر څلوېښت زیاتو ولسي وګړو د وژنې غندنه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د پېښې پلټنه وکړي.
د شمالي وزیرستان د میرلي او خوا شا سیمو اوسېدونکي وايي چې د پاکستان د امنیتي سرتېرو لخوا د خلکو پر کورونو او بازار باندې له پرون راهیسې په بمباري کې د وژل شویو کسانو شمېره تر څلوېښته اوښتې ده.
د خلکو په وېنا بمباري د شپې نا وخته درېدلې ده چې وړاندې د ماښام په وخت یو وارې بنده شوه خو په حیدر خیل کلي کې بیا شورو شوه. د اوسېدونکو په خبره له دغه ځایه د دوی د کډې کولو له امله چا ته ځاني نقصان نه دی رسېدلې. خو نن بیا سهار وختي په میر لي بازار کې د توپ ګولو ورېدلو له امله خلک په منډو دي.
پولیټکیل انتظامیی مشال ریډیو ته ويلي دي چې په سیمه کې دننه د سهار له لسو د غرمې تر یوې بجې پورې به په کرفیو کې نرمي وي خو له بهره به څوک سیمې ته نه شي تللی.
د شمالي وزیرستان اېم اېن اې محمد نذیر مشال راډیو ته وویل چې پوځ دې ژر تر ژر جنګ بند کړي
بل خوا پوځي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تېره ورځ مشال رېډیو ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو خوا او شا ۲۷ وسله وال وژلي دي.
په شمالي وزیرستان کې د زیارت / پنجشنبې ورځې حال
په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېرو د خلکو پر کورونو او بازار توغندي ورولي دي چې پکې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دا بریدونه د پنجشنبې پر ورځ په میرعلي کې شوي دي.
د دوی په خبره، په شیرین هوټل د توغندیو لګېدو په پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.
پر میرعلي بازار د مارټر ګولیو لګېدو په پېښه کې یو بنوڅی مزدور او دوه افغان کډوال وژل شوي دي.
پر یوه کور د ګولې پرېوتو په پېښه کې یوه ښځه او درې بچي یې وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دوی سرتېرو توغندي نه دي ورولې بلکې په نښته کې یې ۳۲ وسله وال وژلي دي.
تر دې مخکې د چارشنبې پر ماښام ځانمرګي بریدګر له باروتو ډک ټرک له کجوري پوستې سره نېږدې د امنیتي سرتېرو د یوې کلا له وره سره وجنګاوه.
د چارواکو په خبره په دې حمله کې څلور سرتېري وژل شوي، او ۳۵ ژوبل دي. ژوبل سرتېري د بنو او کواټ پوځي روغتونونو ته رسول شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، په ژوبلو کې د پینځو سرتېرو حالت خراب دی.
وسله والې ډلې انصارالمجاهدین د حملې پړه منلې ده. د ابو بصیر په نوم یو کس چې ځان د دې ډلې ویاند بولي مشال راډیو ته وویل، دوی دا حمله د طالبانو پخواني مشر حکیم الله مسود د وژنې بدل لپاره کړې ده.