د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان ملي ځواکونو باور زیات شوی


نظر پوښتنه ښيي چې په افغان امنیتي سرتېرو باندې د ولس اعتماد په زیاتېدو دی. هغه خلک چې دا ګني چې افغان ملي پوځ د ملک امنیتي حالات په ښه کولو کې مرسته کوي

فارن پالیسي مجله د ایشیا فاوندېشن لخوا د یوې شوې سروې په حواله ليکي چې د روان کال د جولای په میاشت په څلور دېرشو افغان ولایتونو کې تر سره شوه. په دغه نظرپوښتنه کې د 9300 افغان نارینه ؤ نه چې 62 فیصده جوړیږي او له اته دیرش فیصده ښځو نه پوښتنې شوي دي. یاده سروې په څوارلس14 فیصده ښاري سیمو او شپږ اتیا 86 فیصده کلیوالې سیمو کې شوې ده.


دا د 2004م کال راهیسې د یادې ادارې لخوا په خپل ډول نهمه نظر پوښتنه ده چې د افغانانو قامي سوچ ښکاره کوي.

ورځپاڼه ليکي د امنیتي چارو د سپارلو پروسې ته په کتلو سره په افغانانو کې د شخصي امنیت په حقله د اندیښنې احساس د تېر کال په پرتله سږ کال سیېوا شوی دی چې له 48 فیصدو نه 59 فیصده ته جګ شوی دی. ورځپاڼه د دې لامل د ولسي وګړو د وژنې په شمېر کې زیاتوالې ښيي.

بلخوا په عین حال کې نظر پوښتنه ښيي چې په افغان امنیتي سرتېرو باندې د ولس اعتماد په زیاتېدو دی. هغه خلک چې دا ګني چې افغان ملي پوځ د ملک امنیتي حالات په ښه کولو کې مرسته کوي، شمېر ېې په 2012م کې د 87 فیصده په پرتله سږ کال دا 91 فیصد ته سېوا شوې دی.

خو بیا 76 فیصده خلک اوس هم دا ګڼي چې امنیتي ځواکونو ته به بیا هم د بهرني مرستې ضرورت وي. ورځپاڼه په سروې کې د ډاډ وړ خبره په ګوته کوي چې په پوښتل شویو کسانو کې 56 فیصده دا هیله ښکاره کړې ده چې د 2014م انتخابات به د دوی په ژوند کې ښه بدلون راولي.
XS
SM
MD
LG