د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهرنیو سرتېرو وتل او د افغانستان لویې ننګونې


خبریال او شنونکی داود اعظمي لیکي، د افغانستان تر ټولو لویه ننګونه د امنیت هغه ده. دی وايي، دا ریښتیا دي چې القاعده وسله واله ډله له افغانستانه ایستل شوې ده خو طالبان لا هم موجود دي.

خبریال او شنونکی داود اعظمي لیکي، د افغانستان تر ټولو لویه ننګونه د امنیت هغه ده. دی وايي، دا ریښتیا دي چې القاعده وسله واله ډله له افغانستانه ایستل شوې ده خو طالبان لا هم موجود دي. وسله وال طالبان لا هم د افغانستان په جنوب او ختیځ کې فعاله او ان دا چې پر ځینو ځایونو کنټرول لري.


نړیوالې ټولنې، د افغان ملي امنیتي سرتېرو شمېر درې نیم لکه ته رسولی دی. خو چې د روان کال په جون کې بهرنیو سرتېرو د امنیت چارې افغانانو ته وسپارلې نو د افغان ملي امنیتي سرتېرو مرګ ژوبله خورا زیاته شوه.

په تاوتریخوالي کې د افغان ولسي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته ده او د ملګرو ملتونو اټکل تر مخه، روان کال په هغه هیواد کې ۲۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شا و خوا ۵۰۰۰ ژوبل شوي دي.

داود اعظمي وايي، دویمه لویه ننګونه په افغانستان کې د اپینو پیداوار دی. تر ۲۰۰۱ز کال وروسته په افغانستان کې د نشه يي موادو پیداوار زیات شوی دی. افغانستان لا هم د نړۍ ۹۰ فیصده اپین تولیدوي.

پر دې سربېره چې په هغه هیواد کې د کوکنارو کښت مخنیوي هلې ځلې شوې دي خو سږکال د دې کښت رېکارډ سطحې ته ورسېد. د کوکنارو کښت وسله والو ته پیسې برابروي. هر کال وسله وال د کوکنارو له کروندګرانو شا و خوا ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالره تر لاسه کوي.

د داود اعظمي په اند، د اقتصاد خرابوالی د افغانستان درېیمه لویه ننګونه ده. په تېرو ۱۲ کالونو کې افغانستان له نړۍ په اربونه یا میلیاردونه امریکايي ډالره تر لاسه کړي دي. په هغه هیواد کې په زرګونه کیلومیټره سړکونه جوړ شوي او د روغتیا څانګه رغاول شوې ده. په هیواد کې شا و خوا ۲۰ میلیونه د موبایل ټیلي فون شمېرې اخیستل شوې دي. د افغانستان نفوس ۳۰ میلیونه دی. خو پر دې سربېره، افغانستان د نړۍ له بې وزلو، غریبو هیوادونو یو دی.

داود اعظمي وايي، د افغانستان دولتي او حکومتي ادارې دوه لسیزې پخوا ټولې ړنګې شوې وې. دا ادارې بیا جوړې کړل شوې.

خو د حکومتدارۍ کموالی او بده حکومتداري د هیواد په ډېرو برخو کې لیدل کېږي. د شفافیت نړیوالې ادارې سږ کال هم په خپل رپورټ کې وویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو یو دی چې پکې اداري فساد ډېر زیات دی.

داود اعظمي وايي، په افغانستان کې د سولې خبرو هلې ځلې هم وشوې، خو هیڅ ښکاره بریا یې تر لاسه نه کړه. دا عمل اوس تش په نوم پاتې دی.

د ده په خبره، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم په بشپړه توګه سم نه دی. له ښځو سره توپیر پالل کېږي، او ورسره تاوتریخوالی کېږي.

داود اعظمي زیاتوي، لا هم د قانون واکمني او هر کس ته د انصاف رسېدل په افغانستان کې نه دي ممکن شوي.
XS
SM
MD
LG