د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بریدونو کره شمېره یو جنجالي بحث


ډان ورځپاڼه زياتوي نه يوازي د حملو بلکې په ډرون بريدونو کې د وژل شوو کسانو مجموعي شمېره هم کره نه ده.

د پاکستان انګريزي ژبي ورځپاڼې يو ځانګړی رپورټ وايي، په پاکستان کې هم د ډرون بريدونو په اړه شميرې لا هم متنازعه دي او په دې اړه تر اوسه يوې حکومتي ادارې هم کره شميره نه ده وړاندي کړې.


رپورټ وايي، د ډرون بريدونو په اړه ورکړل شوې ټولې شمېرې پر اندازو ولاړي دي.


ډان ورځپاڼه وايې، ځانګړي رپورټ يې د ژورو تحقيقاتو، تفصيلي مرکو، په دې اړه د شوو څيړنو پر بنياد جوړ کړی دی.

ورځپاڼه زياتوي، که څه هم ډرون بريدونه د پاکستان د سياست يوه مهمه برخه جوړه شوې خو د بریدونو او پکې د وژل شوو کسانو په اړه ورکړل شوی تعداد ټول په اندازو ولاړ دی.

ډان وايي، د پاکستان جاسوسي ادارې وايي، له کال دوه زره څلورمه راهيسې تر ننه پورې په مجموعي توګه درې سوه څلور ديرش ډرون بريدونه شوي، د فاټا سيکټريت دا شمير درې سوه دوه پنڅوست يادوي.

دا شان که څه هم حکومت په رسمي توګه شميري نه دي ورکړي خو د روان کال د اکتوبر په مياشت کې دپاکستان د داخله چارو وزير چوهدري نثار سېنېټ ته په ليکل شوي بيان کې ويلي وو چې له دوه زره اتم کاله راهيسې درې سوه اوولس ډرون بريدونه شوي.

د دې ترڅنګ ډان ورځپاڼه د يوې امريکايې نړيوالي ويب پاڼي لانګ وار ژورنال(اوږدې جګړې ژورنال) حواله ورکوي چې وايي په پاکستان کې د بې پائلټه الوتکو درې سوه درې پنڅوست حملې شوي دي. لندن ميشت بيورو آف انوسټيګيټيو جرنلزم دا تعداد درې سوه اتيا او دې نيو امريکن فاونډيشن يې درې سوه څلور شپيته يادوي.

ډان ورځپاڼه زياتوي نه يوازي د حملو بلکې په ډرون بريدونو کې د وژل شوو کسانو مجموعي شمېره هم کره نه ده.

لکه د مثال په توګه يوه سرچينه په ډرون بريدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو شمېر يو سل څلور ديرش او بله حکومتي اداره يې دوه سوه نهه پنڅوست يادوي.

دا شان فاټا سيکریټرېټ بيا په ډرون بريدونو کې د وژل شوو کسانو لپاره د ځايي او بهرنيو لفظونه استعمالوي او وايي، له کال دوه زره څوارلسم راهيسې په داسې حملو کې په مجموعي توګه دوه ويشت سوه درې نوي کسان وژل شوي چې پکې اوولس سوه دېرش ځايي خلک دي.

هم داشان د داخله چارو وزير چوهدري نثار سينټ ته وويل چې له دوه زره اتم کاله راهيسي په ډرون بريدونو کې يوويشت سوه شپیته ترهګر وژل شوي چې پکې يوازي اوه شپيته ولسي وګړي دي.

دا رنګه د ډان ورځپاڼي په وينا بيورو آف انوسټيګيټيو جرنلزم بيا د ډرون بريدونو د وژونکو شمېر شپږويشت سوه نهه ويشت يادوي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي چې د شمالي او جنوبي وزيرستان پولټيکل ايجنټانو بيا په پېښور های کورټ کې چې رپورټ جمع کړی دی په هغه کې ويل شوې چې له دوه زره اتم کاله بيا تر دوه زره دوولسم پورې په شوو ډرون بريدونو کې څوارلس سوه پنڅوست وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

رپورټ وايې، کله چې د پيښور هايې کورټ چيف جسټس دوست محمد خان ددغو ولسي وګړو نومونه وپوښتل نو سخت حيرانه شو چې له فاټا سيکټريټ سره له سره ددې خلکو نومونه وو. آن تر دې حده چې د کومو اوه څلويښت بهرنيو جنګياليو د وژل کيدو ذکر يې کړی وو د هغوي نومونه هم ورسره نه وو.
XS
SM
MD
LG