د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بنګلادېشي ملا عبدالقادر ملاتړ د بشر ضد عمل دی'


په بنګلادېش کې د ملا عبدالقادر د پر دارولو ضد مظاهرې
په بنګلادېش کې د ملا عبدالقادر د پر دارولو ضد مظاهرې

بشره ګوهر وايي، بايد چې پاکستان له بنګلاديشي ولسه د ۱۹۷۱ م په جګړه کې پر خپلو غلطيانو معافي غوښتې وائ.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په بنګلاديش کې د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا ته د پانسۍ ورکولو خلاف قرداد منظور کړل شو.


دا قرارداد چې د تير ګل پر ورځ منظور کړل شوی دی، پر دې باندې د عوامي نېشنل ګوند، پيپلز پارټۍ او متحده قامي مومنټ لاسليک نه دی کړی. د عوامي نېشنل ګوند يوه غړې بشره ګوهر وايي، عبدالقادر ملا ته پانسي ورکول د بنګلاديش کورنۍ مسله ده او د پاکستان هېڅ حق نه جوړيږي چې د بنګلاديش په کورنيو چارو کې ګوتې وهي.

خو په پيښور کې د پاکستان جومات اسلامي يو غړی اسرارالله وايي د بنګلاديش موجوده حکومت د خپل سياسي انتقام اخیستو لپاره عبدالقادر ملا ته پانسي ورکړېده. د ده په خبره عبدالقادر ملا ته پانسي ورکول د بشري حقونو ضد ګام دی او چې کله هم له بشري حقونو سرغړونه کيږي نو هر يو ملک دا حق لري چې د دې خلاف اواز رپورته کړي.

بلخوا د عوامې نېشنل پارټۍ یوه مرکزي مشره بشره ګوهر وايي، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د عبدالقادر ملا د پانسۍ پر ضد د قرارداد منظورولو پرځای بايد چې له هغو بنګلاديشيانو سره د يووالي څرګندونه شوې وائ چې د ۱۹۷۱ م د ازادۍ په جګړه کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي ول.

بشره ګوهر وايي، بايد چې پاکستان له بنګلاديشي ولسه د ۱۹۷۱ م په جګړه کې پر خپلو غلطيانو معافي غوښتې وائ.

همداراز د پېښور يونيورسټۍ د نړيوالو اړيکو پروفېسر اعجاز خټک وايي، د پاکستان لخوا په سرکاري کچه په بنګلاديش کې د يوې ازادې عدليې لخوا يو تن ته د ثبوتونو پر اساس د سزا ورکولو خلاف اواز پورته کول د نړيوالو قوانينو ضد عمل دی.

اعجاز خټک زياتوي د بنګلاديش عدليې په دغه هيواد کې د جومات اسلامي مشر عبدالقادر ملا د ۱۹۷۱ م کال په جنګي جرمونو کې د ککړ ګرځولو وروسته په دار ځړولی دی. اعجاز خټک وايي د پاکستان لخوا د يو داسې تن ملاتړ کول چې په جنګي جرمونو کې ککړ وي، د هيواد شهرت ته لوی زيان رسوي.
XS
SM
MD
LG