د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان و پاکستان که جغرافیه نشي بدلولی فکر خو بدلولای شي


افغانستان یوازې ترهګرۍ او جنګ نه دی ځپلی بلکې هغو اورپکو او وسلوالو ډلو هم ځپلی دی، چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې محفوظ ځایونه لري.

ډیلي ټایمز لیکي باید پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي، پر یو بل باور پیدا کړي، او د هغه ډلو خلاف کار وکړي، چې په دواړو هیوادونو کې د بد امنۍ سبب جوړې شوی دي.


په ډیلي ټایمز کې وږمه فروغ ذولفقار لیکي، دا د افغانستان د مدني ټولني یوه فعاله غړي ده، په دې تیره اونۍ کې یي د اسلام اباد په بلنه د افغانستان او پاکستان پر اړیکو په یو سیمینار کې هم ګډون وکړ.

وږمه لیکي، دې په خپل دغه سفر کي په اسلام اباد کي د خبریالانو، سیاستوالو، استادانو ، مدني ټولني غړو او پوځي مشرانو سره ولیدل، او د دواړو هیوادونو تر منځ یې په یو شمېر مسلو بحث وکړ.

لیکواله وایي دا پاکستان ته څه شپږ کاله پس راغله. په ۲۰۰۸م کال کې په افغانستان کې د پاکستان سفارت دې ته له ویزې ورکولو پر دې انکار وکړ، چې د دې په پاسپورټ د هند دومره ډېرې ویزې ولې دي، او ورسره یې دې ته دا هم وویل، چې نوی پاسپورټ دې جوړ کړي، نو بیا به ورته ویزه ورکړي.

لیکواله وایې دې په پاکستان کې تر لسو کالو زیات وخت تېر کړی دی، دغلته یې تعلیم حاصل کړی، په پیښور او اسلام اباد کې یې ژوند کړی، او لکه د نورو افغانانو دې ته هم پاکستان دویم کور ښکاري. ډیلي ټایمز لیکي په پاکستان کې څه نا څه دېرش لکه افغانان ژوند کوي. او له دې علاوه په لسګونه خلک هره ورځ د علاج لپاره هم دغه هیواد ته راځي.

لیکواله وږمه فروغ وایې خو بلخوا سیاسي حالات بیا یوه بله کیسه وایي. د افغانستان په میډیا کی زیاتره د دغه هیواد په اړه د پاکستان پر سیاست نیوکې کیږي، او بلخوا د پاکستان په میډیا کې افغانستان له سره نشته، او څه لږ ډیر بیا د افغانستانه د نړیوالو هیوادونو د وتلو په اړه لیکل کیږي.

لیکواله وایي باید لومړی دې ته وکتل شي، چې له افغانستان سره ګاونډي هیوادونه د امنیت په لړ کې مرسته وکړي. دویمه دا چې دواړه هیوادونه باید د یو بل تر منځ بې باوري ختمه کړي. دا وایي دې چې له څومره پوځي مشرانو سره ولیدل، د ټولو په افغانستان کې د هند په رول اعتراض دی، او باید د پاکستان پوځ دې ته وګوري چې د دوی دغه اعتراض د افغانستان او پاکستان پر اړیکو څنګ منفي اغیز پرېباسي. دریمه دا چې باید پاکستان افغانستان ته د هند له نظره ونه ګوري، او افغانستان د خپلواکۍ احترام وکړي، چې د یو ازاد ملک په حیث دوی څنګ د نورو ملکونو سره تعلقات جوړوي، ځکه چې دغه د افغانستان مسله ده.

څلورمه دا چې افغانستان یوازې ترهګرۍ او جنګ نه دی ځپلی بلکې هغو اورپکو او وسلوالو ډلو هم ځپلی دی، چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې محفوظ ځایونه لري.

پنځمه خبره چې یو مثبت پرمختګ دی هغه دا چې ځینې سیاسي ګوندونه لکه عوامي نیشنل پارټي او متحده قامي موومنټ د پاکستان د حکومت او پوځ پر افغان پالیسۍ نیوکي کوي، او وایي باید دوی د هغه وسلوالو ډلو خلاف کار وکړي، چې په دواړو هیوادونو کې د بد امنۍ سبب جوړې شوې دي.

لیکواله وایي موږ خپله جغرافیه خو نشو بدلولی ، خو راځۍ چې خپله موجوده فکر بدل کړو.
XS
SM
MD
LG