د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو کلتور


راج ولې شاه خټک وایي، د پښتنو په سیمه د بده مت، هندو، زرتشت او د اسلام مذهبونه راغلي دي چې د پښتنو په کلتور یې ډیرې نښې تر سترګو کېږي.


شال وشمله خپرو خپرونه کې نن د پښتنو پر کلتور ، تاریخ او د هغه بیلا بېلې څانګې څانګې بحثوو. ګڼ تاریخپوهان پدې نظر دي چې پښتانه څه باندې پنځه زره کاله زوړ تاریخ او د ژوند تېرولو قوانین لري. کلتور پوهان وايي، کلتور د یو قام دود و دستور، مذهبي عقیده، ژبه، موسیقي، کالي او د هغوی ټولنیز ژوند دی او دغه د ژوند ټول اړخونه د پښتنو په کلتور کې هم شامل دي.


د افغانستان د علومو اکاډیمۍ څېړونکی استاد حبیب الله رفیع وایي، پښتانه له سلګونو کالونو راهیسې د هندوکش غرنیو لمنمو کې د قبیلو په شکل کې اوسېږي ،او کلتور یې هم دومره زوړ دی.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


بلخوا د افغانستان د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو څانګې پوهنمل ببرک میاخیل وایي، پښتانه له تاریخي پلوه له لرغونو اریایانو سره تړاو لري او کله چې اریایان له منځنۍ اشیا څخه د هند پر لور تلل نو لویه پړاوګاه يې د پښتنو اوسنۍ خاوره وه. او د ده په اند پښتانه هم د اریایي قامونو یو شاخ دی.

پښتانه د هند ، فارس ، منځنې اشیا او چین غوندې د لویو کلتورونو په منځ کې میشت دي او بیا بیا له بیلا بیلو خواو څخه پر دوی یرغلونه شوي او د دې تر څنګ ګڼ مذهبونه د پښتنو سیمې ته ورغلي.

د پېښور پښتو اکاډیمۍ پخوانی ډایریکټر ډاکټر راج ولي شاه خټک وایي، دغه یرغلونو د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو په کلتور او ثقافت غټ اثرات پریښودي دي.

راج ولې شاه خټک وایي، د پښتنو په سیمه د بده مت، هندو، زرتشت او د اسلام مذهبونه راغلي دي چې د پښتنو په کلتور یې ډیرې نښې تر سترګو کېږي.

دا چې د پښتنو په کلتور کې څه څه شامل دي، استاد ببرک میاخیل وایي، پښتون ټکې د پت، ښیګړي، توریالی، وفادارۍ او د ننګ مجموعه ده او دغه د پښتنو کلتور دی.

د پښتنو ټولنه د نفسیاتو ، عقیدو ، معاشي حالت ، جمهوریت ، فوکلور او د جمال و زوق مجوعه ده. راج ولي شاه خټک وایي، د پښتنو جامه درنه ده، عقیدې یې پخې دي ، حیا وشرم ورته تر ټولو مهم ښکاري، ودانۍ یې د عزت خوندي کیدو نښې دي او کرکرونده یې اشر ده.

ببرک میاخیل وايي، د پښتنو خپله یوه کلتوري جامه ده چې پکې شال وشمله د هغوی د غیرت، ننګ او حیا نښې دي، او دغسې میلمستیا او د ښځو عزت کول هم د پښتنو د کلتور پېژندګلوي ده.

د پښتنو په کلتور کې سړيتوب، جمهوریت او د جرګو نظام هم موجود دی، چې د راج ولې شاه خټک په خبره، دا په نړۍ کې د پښتانه قام ځانګړيتوب ښيي.
XS
SM
MD
LG