د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل،د پاکستان په زیان دي


که چېرې د افغانستان په جنوبي برخه کې طالبان پياوړي کيږي نو له دی سره به د پاکستان پر ځمکه طالبان له پسې مضبوط شي چې رياست چلنج کړي.

په ورځپاڼه ايکسپرېس ټريبيون کې ليکوال حسن عسکري په خپله يوه مقاله کې ليکي که چېرې پاکستان له ۲۰۱۴ م کال وړاندې په هيواد دننه طالبان د مذاکراتو يا پوځي عملياتو له لارې کنټرول نه کړل نو په داسې حال کې چې له افغانستانه به زياتره نړيوال ځواکونه وځي، پاکستان به له يو شمير مشکلاتو سره مخامخېږي.


که چېرې د افغانستان په جنوبي برخه کې طالبان پياوړي کيږي نو له دی سره به د پاکستان پر ځمکه طالبان له پسې مضبوط شي چې رياست چلنج کړي.

ترټولو مهم کار دا دی د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه د اورپکو فرقه ايزه ډلو د مخنيوي لپاره يوه ګډه تګ لاره جوړه کړې. بايد چې پاکستاني رياست داسې اصول جوړ کړي چې څوک هم پر پاکستانيانو تشدد کوي پرضد به يې په سختۍ سره چلند کېږي.

پاکستان ته له افغان طالبانو سره د افغان دولت د سولې په خبرو کې هم مرسته کول پکار دي. بايد چې پاکستان او افغانستان په دواړو هيوادونو کې د تره ګرۍ د مخنيوي لپاره يو ګډ امنيتي تړون وکړي، له دې سره به د دواړ هيوادونو څخه يو بل ته د تره ګرو د تګ راتګ مخنيوی وشي . د اسلام اباد او کابل ترمنځ د تره ګرۍ پر ضد د همکارۍ له کبله پاکستان او افغانستان دواړه خوندي کېدای شي.

د مقالې په اخره کې راغلې دي، يواځې يو کال پاتې دې چې د پاکستان ولسي او پوځي مشر تابه د هيواد د تقدس خوندي کولو لپاره په ګډه سره کار وکړي ګنې بيا به ډېر ناوخته وي.

بلخوا ورځپاڼه واشنګټن پوسټ د اسټراليیا د دفاع وزير ډېويډ جانسټن له خولې ليکي، د اسټرالیيا اخري جنګي پوځي د تېر اتوار په ورځ له افغانستانه ولاړې. په عين حال کې د روزګان ولايت په ترين کوټ کې د نړيوالو ځواکونو يو مرکز بند کړل شوې، دا په دې هيواد کې د اسټراليیايي ځواکونو مرکزي مرکز وو.

د اسټريليا شا و خوا ۴۰۰ امنيتي سرتيري به په افغانستان کې د راتلونکې کال په اوږدو کې په کابل او کندهار کې افغان پوځيانو ته تربيه ورکوي.

د اسټرالیيا وزيرعظم وايي، په افغانستان کې جنګ بغير له ګټې يا بایلاته په ختمېدو دی خو په دې اميد سره چې افغانستان او په خاصه توګه وروزګان د دوی د موجودګۍ لپاره يو ښه ځای دی. په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو کار د افغان ځواکونو هغه کنډک يا برېګېډ روزل دی چې د وروزګان ولايت امنيتي ذمه وارۍ پرغاړه واخلي.
د افغانستان په جګړه کې د اسټرالیيا ۴۰ پوځيان وژل شوي دي.
په افغانستان کې له ناټو هيوادونو پرته تر ټولو زيات پوځ د اسټرليیا دي.
XS
SM
MD
LG