د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست یوې ولسوالۍ کې د دولسم ټولګي نجونې فارغې شوې


په یادو مراسمو کې د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار په دې خوشالي څرګنده کړه، چې په لومړي ځل د خوست په یوه ولسوالۍ کې د بیلابیلو لیسو څخه نوي تنه نجونې فارغیږي

د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو زده کوونکې او فارغانې نجونې وايي، چې لا تر اوسه هم کورني محدودیتونه او په اطرافي سیمو کې د زده کړو له پاره د لازمو شرایطو نه شتون د دې لامل شوی، چې ډیری نجونې په کورني چاپیریال کې د زده کړو څخه ایسارې پاتې شي او د لیک لوست د نعمت څخه بې برخې شي.


یادې څرګندونې یو شمېر نجونو زده کوونکو نن دوشنبه په هغه مراسمو کې وکړې، چې د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې په لومړي ځل د دولسمو ټولګیو د نجونو فارغانو په ویاړ جوړ شوي ول.

په یادو مراسمو کې د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار په دې خوشالي څرګنده کړه، چې په لومړي ځل د خوست په یوه ولسوالۍ کې د بیلابیلو لیسو څخه نوي تنه نجونې فارغیږي:

''د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې په لومړي ځل نوي تنه نجونې د دولسم ټولګي څخه فارغې شوي دي، متاسفانه د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې نجونې د زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي او د دوی د زده کړو په برخه کې مثبت قدمونه نه دي اخیستل شوي، دا اولین ځل دی چې د خوست په ولایت کې په یوه ولسوالۍ کې نوي نفره نجونې د دولسم ټولګي نه فارغیږي.''

د صدیق روهي د نجونو لیسې یوه تنه زده کوونکې مشال راډیو ته وايي، چې لا تر اوسه هم کورني محدودیتونه او نورې ټولنیزې ستونزې د دې لامل ګرځي، چې په کورونو کې ډیری نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي:

''زه رویا د حیدرخېلو لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکې یم، سږ کال مو تعلیمي کال ډېر ښه وو، استادان مو پوره ول، خو د کتابونو کمبود موجود وو، تر اوسه هم ډېرې نجونې په کورونو کې ناستې دي او مکتب ته له دې کبله نه پرېښودل کیږي، چې ښوونکي مو نارینه دي، خو که ښځینه ښوونکې وګمارل شي نو پاتې نجونې به هم ښوونځیو ته راشي، دا ډول ستونزې شته، ځینې نجونې په لاره کې د مشکلاتو سره مخامخ وي.''

د صدیق روهي د نجونو لیسې د دولسم ټولګی عمومي اول نمره مشال راډیو ته وايي، چې د دوی لوی ارمان د هېواد سوکالي ده، خو سوله او پرمختګ د تعلیم پرته نه حاصلیږي:

''نوم مې لینا دی، زه سږ کال د دولسم ټولګي څخه فارغه شوې یم، زموږ ټولګیوالو ټولو ثبت نام کړی دی او ټول د کانکور امتحان ورکوي، دوی ټولې ډېرې خوشالې دي، دا یو ارمان دی، چې هېواد يې ودان شي، ارامي په کې راشي او دا یوازې د تعلیم له لارې راتلای شي، زموږ د ډېریو ټولګیوالو دا ارزو ده، چې ډاکټرې شي، خو په دویم قدم کې باید معلمې شي، ځکه چې معلم نه وي نو څوک ډاکټر نه شي جوړیدای.''

خوست والي عبدالجبار نعیمي په یادو مراسمو کې ښوونکیو او زده کوونکیو ته په خبرو کې وویل، چې ښوونکي باید د نوي نسل او ځوانانو د اوسیدو په سیمه، ژبه او د قوم په تعلق پورې ونه ګرځي، بلکې نوي نسل ته داسې روزنه ورکړي، چې هغه خپلې خاورې او ولس ته ژمن پاتې شي:

''زموږ معلم صایبان دې په دې پسې نه ګرځي، چې څوک په کوم قوم پورې تړلی دی، په دې پسې دې نه ګرځي چې څوک د کوم کلي دی، بلکې په دې پسې دې وګرځي چې د کوم مکتب او یا لیسې له پاره تر دې زیات څه کولای شي، د تعلیم معیار او د ښوونځي چاپیریال داسې برابر کړي، چې هر شاګرد د مکتب دا روحیه واخلي، چې افغانستان زموږ عزت، افغانستان زموږ کور، افغانستان زموږ خاوره د دې ساتنه، روزنه او پالنه د دې عزت پر موږ ټولو فرض دی.''

د یادونې وړ ده، دا مهال په خوست کې د نجونو ۶۷ ښوونځي شتون لري، چې سږ کال د یادو ښوونځیو څخه ۲۲۱ تنه نجونې فارغې شوې، دوی د لوړو زده کړو په موسساتو او پوهنتونونو کې د شمولیت له پاره له وړاندې د کانکور ازموینې ته نوم لیکنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG