د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر ايجنسۍ په لوي شلمان کې ډرون برید شوی

د خيبر ايجنسۍ په لوي شلمان سيمه کې ډرون بريد شوې چې په کې د چارواکو په خبره یو شمير مشکوکه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده .

د خيبر ايجنسۍ په لوي شلمان سيمه کې ډرون بريد شوې چې په کې د چارواکو په خبره یو شمير مشکوکه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده .


يو ځاي امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ريډيو ته ويلي دي چې دغه بريد نن سهار شوی دی.

چارواکي زياتوي برید په داسې وخت شوی چې کله مشکوکه وسلوال له کابل سيند سره په خوا کې موجود وو، نوموړي د مرګ ژوبلې شمير نه دی ښودلې خو ځايې سرچينې وايي درې وسلوال په کې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي خو بيا ځنې دغه شمېره زياته ښايې.

ياده دي وي چې په کال ۲۰۱۰ م کې هم د خيبر ايجنسۍ په لرې پرته سيمه بازار ذخه خيلو او له دی سره اړونده سيمه تيرا کې امريکايې ډرون بريدونه شوي وو چې په کې ګڼ شمير مشکوکه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوړيدلې وه.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG