د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کراچۍ نه تر خېبر پورې مشکیلات لرو


د کراچۍ بندرګاه سره نزدې د ګاړیو په ټرمینل کې ګڼ شمیر داسې لارۍ ولاړې دي چې مالونه پرې بار دي خو بیا هم دغه لارۍ د خپل منزل په لور نه درومي.

د کراچۍ بندرګاه سره نزدې د ګاړیو په ټرمینل کې ګڼ شمیر داسې لارۍ ولاړې دي چې مالونه پرې بار دي خو بیا هم دغه لارۍ د خپل منزل په لور نه درومي.


یوه لارۍ چې پایپونه (نلکې) پرې بار دي ، مخې ته یې۳۰ کلن کلینډر خېر رحمان ناست دی. د ټرمینل سره جوښت په سمندر کې د لمر سترګه د ډوبیدو په حال کې ده او

دلته خیررحمان سره د ځانه سره وایي
چې مازیګر شي او د غره سرونه څړیکې وهي
داسې په زړه کې مې د چا یادونه څړیکې وهي

زما د قام بچی بچی په وېنو ولمبیدو
داسې مې پښو لاسونو ټول نوکونه څړیکې وهي

((مړه د کلینډرۍ ژوند دی، دوعا کوه چې خدای راته چرته اسان رزق راکړي. ژوند مو په دې کلینډرۍ کې بیخي تنګ دی، دا څو ورځې وشوې لارۍ بار ده خو تراوسه تللي نه یو،لارو کې مسلې دي او کار خراب دی))


د خیر الرحمان د لارۍ ترڅنګ یو شمیر نورې لارۍ هم ولاړې دي چې کنټرونه پرې بار دي. د یوې لارې ډریور چې د خېبرایجنسۍ د ولي خېلو د سېمې استوګن دی وایي:

((زما نیکه ټرانسپورټر و، پلار مې هم او زه هم ټرانسپورټر یم، مشر ورور، تره زامن او ټول خېبریان ټرانسپورټران دي. دا ټرانسپورټ زموږ ژوند دی. موږ د کراچۍ نه کابل ته ځو، کله کندهار ته هم ځو، زموږ په کار سخت اثر وغورځیدو، مخکې به یو ګاړي دوه نیم درې لاکه روپۍ په میاشت کې ګټلې اوس دغه دی ته یې وینۍ بارشوي ګاړي ولاړ دي ))

د صابر په نوم یو بل ډریور وایي په افغان ټرانزیټ کې لارۍ چلوي او دوه شپې مخکې له کندهاره کراچۍ ته رارسیدلی دی خو نوموړی په دې ورستیو کې د احتجاجي ناستو له کبله ټرانسپورټرانو ته د ورپیښو ستونزو څخه سر ټکوي

((د خېبرخلک که ډریوري او کلینډري ونه کړي نور څه وکړي ، کر کرونده او فیکټریانې زموږ خوا ته نشته ، اوس د دې حالاتو له وجې په پاکستان کې ټرانسپورټ هم صفر شو، زما یو ګاړی و، هغه هم رانه په تاوانونو کې لاړ))


ټرانسپورټران وایي مخکې به زیاتره لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته تللې او هغه ځکه چې دغه لار په خېبر تیریږي او خېبر د دوی خپله سېمه ده ، خو اوس زیاتره ټرانسپورټران د خپلې سېمې پرځایې د چمن له لارې ځي ته زړه ښه کوي، یو ډریور په دې اړه وایي:

(( که د کوټې په لار راته څوک ترخه خبره وکړي، یا راباندې د سوک څپیړې ګوزار وکړي نو بده راته نه ودریږي، د تورخم په لاره په دې ورځو کې د ډریورانو بې عزتیانې وشوې، د اټک نه وراخوا خلک خو زموږ خپل خلک دي، زموږ ژبه او دستور یو دی ، موږ هم د دې خېبر پښتونخوا د خلکو په شان رواجونه لرو، که دوي موږ ته کومه بده خبره وکړي نو هغه بیا موږ ته ډېر دوک (تکلیف) رارسوي، نو ځکه د چمن لاره راله ښه ده))

یاده دې وي په دې ورستیو کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لخوا د خېبر پښتونخوا په ځینو سېمو کې د ډرون حملو په ضد احتجاجي ناستې دوام لري. د دغو ناستو له کبله افغانستان کې میشتو د نیټو ځواکونو ته د تورخم له لارې سپلایي ځنډول شوې ده.

XS
SM
MD
LG