د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اوکراین به له اروپايي ټولنې سره تړون ژر لاسلیک کړي'


د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي مقام پرون پنجشنبې پر ورځ ډاډ ورکړ چې؛ هېواد به یې له اروپايي ټولنې سره د شراکت تړون ډېر ژر لاسلیک کړي.

د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي مقام پرون پنجشنبې پر ورځ ډاډ ورکړ چې؛ هېواد به یې له اروپايي ټولنې سره د شراکت تړون ډېر ژر لاسلیک کړي.


له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د ګډون لانجمنه موافقه چې د دې هېواد ولسمشر یې له لاسلیک څخه ډډه کړې په اوکراین کې د خلکو پراخ اعتراضونه وپارول.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې چارواکو په وروستیو څو ورځو کې اوکراین ته ګڼ سفرونه کړي او داسې ښکاري چې د کورنیو او نړیوالو فشارونو په نتیجه کې حکومت د دې تړون لاسلیک ته تیار شوی دی.

د اوکراین مرستیال صدراعظم وايي، حکومت به ډېر ژر له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي.

سېرهي اربوزوف Serhiy Arbuzov د اروپايي ټولنې د پراختیا له کمېشنر ستیفن فیولې سره په بروکسل کې له پرونۍ کتنې وروسته دا څرګندونې وکړې:

"زه د اوکراین خلکو ته ډاډ ورکوم چې؛ خبرې روانې دي. اوکراین به خپلو ملي ستراتیژیکو ګټو ته په پام سره ډېر ژر د همکارۍ د دې تړون د لاسلیک تاریخې شېبې ته ورسېږي."

خو اربوزوف زیاته کړه، ځیني تجارتي مسایل شته چې بروکسل او کیېف د تړون له لاسلیکولو مخکې باید بحث پرې وکړي.

دواړو مشرانو ټینګاروکړ چې؛ په خبرو اترو کې د اروپايي ټولنې له خوا له اوکراین سره د مالي مرستې په اړه هېڅ راز بحث نه دی شوی. فیولې په دې اړه وویل:

"موږ د مشخصو ارقامو په اړه خبرې نه دي کړي. موږ لومړی باید پر دې بحث وکړو چې د اوکراین اړتیاوې او زموږ ژمنې څه دي او د شراکت موافقه به د کوم مهالوېش له مخې عملي کېږي او بیا له هغه بهیر سره خپل ملاتړ ته ارتباط ورکولای شو."

ولسمشر ویکتوریاناکوویچ تېره میاشت په وروستۍ شېبه کې د دې تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه چې؛ په نتیجه کې یې اوکراین له روان بحران او د اروپايي ټولنې د پلویانو له اعتراضونو سره مخامخ شو.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن د سې شنبې او چارشنبې په ورځو په کییف کې له ولسمشر یاناکوویچ سره ترکتنې وروسته تېره ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، هغو اندېښنو چې ولسمشر ویکتور یاناکوویچ له دې سره د خبرو په ترڅ کې یاد کړل، ښايي له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ د موافقې لاسلیک ناممکن کړی وي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون په خپله یوه وینا کې، د روسیې په مشرۍ له ګمرکې اتحادیې سره د اوکراین د ګډون په صورت کې د دې هېواد لپاره اقتصادي امتیازونه روښانه کړل، خو ویې ویل، دا د کییف خپل انتخاب دی چې له دې اتحادیې سره یوځای کېږي کنه.

زرګونه مظاهره چیانو پرون بیاهم په پلازمېنه کیېف کې د دولتي ودانیو نیولو ته دوام ورکړ. د چارشنبې په ورځ پولیسو له واټونو او چوکونو د اعتراض کوونکو د اېستلو ناکامه هڅه وکړه.

مظاهره چیان د اروپا او اوکراین ترمینځ د همکارۍ د موافقې له لاسلیکولو څخه ډډه کول پر کییف د مسکو د فشار نتیجه بولي او وایي روسیه غواړي چې کیېف دا تړون له مسکو سره لاسلیک کړي.

له بلې خوا اپوزیسیون د ولسمشر یاناکوویچ د ملي ډیالوګ غوښتنه رد کړې او ټینګار یې کړی چې حکومت باید استعفا ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی پرون په یوه بیان کې له مظاهره چیانو او چارواکو غوښتنه وکړه چې له تشدد څخه ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG