د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي له هندي چارواکو د وسلو غوښتنه وکړه


ولسمشرحامد کرزی د یو څلور ورځني سفر لپاره پرون هند ته ولاړ. راپورونه وايي چې؛ افغان ولسمشرحامد کرزی به له هندي چارواکو سره په کتنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون او همدا راز له افغان پوځ سره د هند د مرستې په اړه خبرې وکړي.

ولسمشرحامد کرزی د یو څلور ورځني سفر لپاره پرون د پنجشنبې پر ورځ هند ته ولاړ.

راپورونه وايي چې؛ افغان ولسمشرحامد کرزی به له هندي چارواکو سره په کتنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون او همدا راز له افغان پوځ سره د هند د مرستې په اړه خبرې وکړي.


ټاکل شوې چې؛ ښاغلی کرزی د پونې په پوهنتون کې په یوه نړېوال کنفرانس کې هم ګډون او وینا وکړي.

جمهوري ریاست وايي، ولسمشرحامد کرزی له چارواکو سره د لیدنو کتنو او په یو نړېوال کنفرانس کې د ګډون په مقصد هند ته تللی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي، ښاغلی کرزی به همدا راز د هند د نړېوالو اړیکو په یوه نړېوال کنفرانس کې چې د پونې په پوهنتون کې جوړېږي برخه واخلي او وینا به وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړ چې؛ افغان ولسمشرحامد کرزی هند ته د یوه څلور ورځني سفر په مقصد د نوې ډېلي هوايي ډګر ته ورسېد.

د جمهوري ریاست ویبپاڼې خبر ورکړی چې؛ په پام کې ده ولسمشر کرزی هند ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له وزیر اعظم منموهن سنګ، د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید او مخکښو سوداګرو سره وګوري.

امریکايي چارواکي هیله څرګنده کړې چې؛ ښايي هند به ولسمشر کرزی له امریکا سره د ځنډېدلی امنیتي تړون لاسلیک ته وهڅولای شي.

که څه هم د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون مسئلې ته اشاره نه ده شوې خو د هند او افغانستان د اړیکو کارپوه او د اېشین اېج ورځپاڼې سرمحرر انند سهای وايي چې؛ ښاغلی کرزی به هڅه وکړي څو د سولې د خبرو د بیا پیل په برخه کې چې ده له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لومړنی شرط بللی، پر امریکا د هند له نفوذ څخه کار واخلي:

"له هند څخه به افغان دوستان یې دا هیله ولري چې پر امریکا فشار راوړي څو په خپل ټول قوت سره د افغانستان د دې مفکورې ملاتړ وکړي چې پاکستان باید طالبانو ته له افغان حکومت او د سولې له عالي شورا سره د خبرو اجازه ورکړي او هند باید له امریکا سره له خپلو ښو اړیکو ګټه واخلي."

تمه ده چې؛ ولسمشر کرزی به د دې سفر په ترڅ کې هڅه وکړي څو له افغان امنیتي ځواکونو سره د هند ملاتړ ترلاسه کړي.

د دې نیشنل ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلی کرزی به له هند څخه د افغان پوځ د ښه تجهیز لپاره د درنو وسلو، هیلیکوپټرو، توپونواو ټانکونو غوښتنه وکړي.

افغان حکومت په تېره مې میاشت کې د خپلو پوځي اړتیاوو لېست نوې ډېلي ته سپارلی و.

د انندسهای په نظر هند، ډېر په روزنیزو برخو کې له افغان پوځ سره مرستو ته لېوالتیا لري:

"که هند دی که روسیه او یا چین د وسلو د چمتو کولو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځای نشي نیولای خو نورې دفاعي برخې هم شته، لکه ترېننګ، د استخباراتي معلوماتو شریکول، استخباراتي ترېننګ چې له دې مخکې هم افغان ځواکونو ته ورکړل شوی او په دې ترڅ کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۱۴۰۰ افغان سرتېري روزل شوي او اوس هم ۳۵۰ پوځیان په هند کې د روزنې په حال کې دي."

ولسمشر کرزي په تېرو نژدې دولسو کلونو کې له هند سره ډېر ښه اړیکي پاللي.

هند د پاکستان له مخالفت او پر اتباعو یې له وسله والوحملو سره سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې پر چارو نژدې دوه میلیارده ډالر لګولي.
XS
SM
MD
LG